د امريکا کانګرس کې د افغان ښځو په اړه غونډه؛ يو شمېر نجونې: دا ډول غونډې کوم بدلون نه راولي

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

افغان ښځو او نجونو ته د عدالت غوښتنې او له دوی څخه د ملاتړ په هدف د غونډو په دوام دا ځل د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون د یوې غونډې کوبه دی.

په‌دې غونډه کې چې د امریکا په وخت د غرمې دوه بجې او د افغانستان په وخت د شپې لس‌نیمې بجې د امریکا په واشنګټن ‌ډي‌سي ښار کې جوړېږي، ګډون کوونکي به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړي او د کانګرس د اقدام لپاره به سپارښتنې وړاندې کړي.

ټاکل شوې په‌دې غونډه کې، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار، د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان برخې څېړونکې میترا مهران او د ښځو د حقونو فعاله وحیده امیري ګډون وکړي.

د دوی ترڅنګ د کورنۍ او بشري حقونو په مرکز کې د حقوقي مطالعاتو مرستیال ستیفانو جیناریني او د حقوقو پروفیسوره جین ادولف به هم په‌دې غونډه کې برخه واخلي.

مېرمن هیدر بار ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه غونډه له افغان ښځو او نجونو سره د امریکا د ژمنو د یادولو لپاره یو فرصت وباله.

هيدر بار

هغې وویل، دوی به په‌دې غونډه کې په امریکا غږ وکړي، څو د هغو هڅو ملاتړ وکړي، کوم چې طالبان د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د جرمونو لپاره حساب ورکوونکي ګڼي.

نوموړې وويل: "موږ به په امریکا غږ وکړو چې د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د کډوالۍ وضعیت اسانه کړي، څو په‌دې هېواد کې بیا مېشته شي او د افغانستان دننه او بهر د بشري حقونو مدافعین تمویل کړي. او وګوري چې د دوی مرستې د زده‌کړې برخې په ګډون څنګه کولای شي د ښځو او نجونو سره مرسته وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې بشردوستانه مرستې په حقیقت کې ښځو او نجونو ته رسیږي."

"زما په نظر نورې غونډې هم چې شوې دي د افغان ښځو پر ژوند کې خاص بدلون نه‌دی راغلی او د اسلامي امارت دریځ د دوی پر وړاندې نه‌دی بدل شوی

هیدر بار دغه شان زیاته کړه چې یو له وړاندیزونو څخه به یې دا وي چې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري دفتر دې دایمي شي.

یو شمېر افغان نجونې او ښځې که څه هم له‌دې غونډې هرکلی کوي، خو وايي نور دې ډول غونډو ته خوشبینه نه‌دي.

له خپلو بنسټيزو حقونو بې‌برخې يوې نجلۍ چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "زما په نظر نورې غونډې هم چې شوې دي د افغان ښځو پر ژوند کې خاص بدلون نه‌دی راغلی او د اسلامي امارت دریځ د دوی پر وړاندې نه‌دی بدل شوی، زه هیله لرم چې دا غونډه ګټه وکړي او هرکلی یې کوو، خو د دې لپاره چې پخوانیو غونډو ګټه نه‌ده کړې نو داسې خاص امید ورته شتون نه‌لري."

دغه راز يوه بله نجلۍ چې دا هم نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي: "تر څو چې خپله افغانان سره راټول نه‌شي، او د افغان مېرمنو په هکله یو تصمیم ونه نیسي، فکر نه‌کوم چې بهرنۍ غونډې به د افغان مېرمنو پر ژوند یا فعلي وضعیت ډېر اغېز ولري."

په دې اړه نور: د افغان ښځو او نجونو ناسم وضعيت او بشري کړکېچ؛ اروپايي ټولنې او امريکا پرې اندېښنه ښودلې

د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون دا غونډه نن په‌داسې حال کې جوړېږي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د زمري په څلورمه نېټه له طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې دا غونډه نمایشي وبلله او ویې ویل، هغه کسان چې په‌دې غونډه کې ګډون کوي یا هلته څه وايي، د افغانستان د ښځو استازولي نه‌کوي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلي واکمنېدو وروسته پر افغان مېرمنو ګڼ شمېر محدودیتونه لګولي دي چې پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي او په وار وار یې د لرې کولو غوښتنه شوې، خو طالبانو په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه‌دی راوستی.