افغانستان کې د سینګارتونونو له تړلو کال پوره شو؛ ځينې سینګارګرې: یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیرانې یوو

ارشیف: په کابل کې د طالبانو له لوري یو تړل شوی سینګارتون

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځینه سینګارتونونو د تړلو یو کال پوره شو.

په هرات ولایت کې یوه سینګارګره وايي، د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده.

هغه، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې له تېر یوه کال راهیسي چې طالبانو ښځينه سینګارتونونه تړلي، له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

هغې وویل: "د افغانستان ډېری خلک اقتصادي ستونزو سره مخ دي، موږ مېرمنې خو بیخي، لکه زه چې سینګاګره وم او د عاید سرچینه مې هماغه وه، اوس چې د عاید سرچینه نه‌لرم نو سل په سله چې اقتصادي ستونزې ډېرې دي."

په کابل ښار کې دوو مېرمنو چې پخوا یې په سینګارتونونو کې کار کاوه، ازادي راډيو ته وویل چې له تېر یوه کال راهیسې د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ دوډۍ د پید کولو لپاره حیرانه دي.

دوی هم چې نه غوښتل نومونه یې په دې راپور کې یاد شي ازادي راډيو سره په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوه مېرمن وايي: "په کورنۍ کې مو ۹ کسه دي، په دوی کې زه د کور مشره لور یم، ما به کار کاوه د سینګارتون له لارې به مې د کورنۍ خرڅ پیدا کاوه او مرسته به مې کوله ځکه پلار مې ناروغ دی."

ارشیف: په کابل کې یوه سینګارګره د خپل سینګارتون د تړلو پر مهال

یوه بله مېرمن وايي: "د همدې سینګارتون له لارې، د دوه درې کورنۍ ډوډۍ به مې پیدا کوله، همدا مو عاید و روزګار مو چلېده، اوس ستونزې ډېرې دي، ژوند ډېر ستونزمن شوی، یو څه مشتریان مو چې و هغوی هم نه راځي، داسې هم نه کېږي چې په کور کې کار وکړو."

څه باندې یو کال کېږي چې د طالبانو حکومت ښځينه سینګارتونونه تړلي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د لفظي حکم پر بنسټ، د تېر هجري لمریز کال د چنګاښ میاشتې له څلورمې نېټې څخه د هماغه کال د زمري میاشتې تر درېیمې پورې د کابل ښار او ولایتونو ټولو سینګارتونونو ته وخت ورکړل شو څو خپل فعالیتونه بند کړي.

که څه هم دې بندیز په کور دننه او بهر ډېر غبرګونونه را وپارول، خو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر هغه مهال د دې پرېکړې ننګه وکړه او ادعا یې کړې وه چې حکومت یې دا پرېکړه د شریعت په رڼا کې او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو کړې ده.

د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې د معلوماتو له مخې، د دغه حکم له مخې، په ټول افغانستان کې ۱۲زره سینګارتونونه وتړل شول چې شاوخوا ۵۰زره مېرمنو په‌کې کار کاوه.

د ښځو د حقونه فعاله اوږۍ امېل وايي، دې بندیز د مېرمنو پر روان خورا ناوړه اغېزه کړې ده.

اوږۍ امېل وايي: د دوی ژوند او رواني حالت د ویلو وړ نه دی، د بقا لاره نه ویني چې څه به وکړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "زه باید ووایم هر ښځې سره چې جواز و او کار یې کاوه، هغوی سره له شپږو څخه تر لسو نورو مېرمنو هم کار کاوه او کورنۍ ته به یې نفقه برابروله، د دوی ژوند او رواني حالت د ویلو وړ نه دی، د بقا لاره نه ویني چې څه به وکړي."

اغلې امېل وايي، د ښځو په سینګارتونو بندیز په افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ کچه لا پسې لوړه کړه.

خو طالبانو نه یوازې په افغانستان په ښځینه سینګارتونونو بندیز لګولی بلکې پر ښځو یې ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه په هر ډول ښځینه زده‌کړو بندیز، په ډېری دولتي او غیردولتي ادارو کې له کاره د ښځو راګرځول، ورزشي کلبونو او تفریحي پارکونو ته د ښځو نه پرېښودل او یو شمېر نور هغه محدودیتونه دي چې د طالبانو پر افغان ښځو لګولي دي.

طالبان ادعا کوي چې د ښځو په ګډون یې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو، بېلابېلو هېوادونو او افغان مېرمنو ته دغه ادعا د منلو وړ نه ده.