د طالبانو حکومت: تېر کال شاوخوا ۱۵زره کسان په "زيړي" ناروغۍ اخته شوي وو

تېر کال په افغانستان کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۱۵ زره پېښې ثبت شوې وې، چې ۱۲ زره یې د هیپټایتس بي یا د تور زیړي او ۱۳ سوه د هیپټایتس سي ناروغان وو.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ زره کسان په هیپټایټس یا "زیړي" ناروغۍ اخته شوي وو.

د دې وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني، نن د یک‌شنبې په ورځ (د جولای په ۲۸مه) د هیپټایټس د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې په وروستۍ لسيزه کې د دغې ناروغۍ نږدې سل زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي که‌څه هم په افغانستان کې د زیړي ناروغۍ د پېښو شمېر مخ په کمېدو وباله، خو له نړيوالو روغتيايي سازمانونو يې وغوښتل چې په‌دې برخه کې همکاري وکړي.

حقاني زیاته کړه، دا مهال د افغانستان ۱۴ ولایتونه د هیپټایټس د تشخیص او درملنې امکانات لري او اته ولایتونو ته طبي خدمات وړاندې کېږي.

زه د کورنۍ سرپرسته یم، څلور ماشومان لرم، څوک نه‌لرم چې زما ملاتړ وکړي، ډاکټر ته مې نه‌شو وړلی.

هغه په‌دې ناروغۍ د اخته ناروغانو د تېر کال شمېرو په اړه زیاته کړه: "تېر کال په افغانستان کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۱۵ زره پېښې ثبت شوې وې، چې ۱۲ زره یې د هیپټایتس بي یا د تور زیړي او ۱۳ سوه د هیپټایتس سي ناروغان وو."

په‌همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي، د کورنۍ غړي یا ملګري یې د بې‌وزلۍ له امله د زیړي له منظمې درملنې بې‌برخې دي.

د پروان ولایت اوسېدونکې هما چې زوی یې هیپټایټس لري، ازادي راډیو ته وویل: "هغه کمزوری شوی، حالت یې خراب و، بې هوشه کېده، زړه به یې بې‌حاله و، هیڅ یې نه خوړل، بیا یې وویل چې ځیګر یې کمزوری دی، سم کار نه‌کوي له‌همدې امله ما یو ځل یووړ، زه پخپله ډېرې ستونزې لرم، زه د کورنۍ سرپرسته یم، څلور ماشومان لرم، څوک نه‌لرم چې زما ملاتړ وکړي، ډاکټر ته مې نه‌شو وړلی."

هیپټایټس یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د ځيګر د د التحابېدو لامل کېږي، او وژونکي بلل کېږي.

همدا راز نادیه چې د طالبانو حکومت له‌خوا په سینګارتونونو له بندیز مخکې، د یوه سینګارتون څښتنه وه، ازادي راډیو ته وویل د هغې یوه زده‌کوونکې په هیپټایټس اخته وه او د اقتصادي ستونزو له امله یې سمه درملنه نه‌ده شوې.

هغه وايي: "د افغانستان وضعیت ټولو ته معلوم دی، هیڅوک دومره پیسې نه‌لري چې ګرانې درملنې وکړي، دا نجلۍ همداسې پاتې ده، دا د ځيګر ستونزې سربېره پردې چې بدن ته یې ورته زیان رسولی، د هغې روح او روان یې هم زیانمن کړی دی ځکه چې هغه یوه ځوانه نجلۍ ده."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي بې‌ځایه کېدل، کډوالي، بې‌وزلي، د نشه‌یي توکو کارول، د پېچکارۍ ګډ استعمال، له معایناتو پرته د وینې ورکړه، د سلمانۍ له وسایلو څخه په ګډه ګټه اخیستنه او غیر مسوولانه خالکوبي کول په افغانستان کې د هیپټایټس ناروغۍ اصلي لاملونه بولي.

په دې اړه نور: زیړی یا غلی وژونکی، هرو دېرشو ثانیو کې یو کس پرې مري

بل‌خوا د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري وايي، اووه ډوله ويروسونه د هیپټایتس لامل کېږي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "درمل د زېړي لامل کېدای شي، هغه کسان چې خپل‌سري درمل کاروي، هغه کسان چې ډېر الکول څښي، معافيتي ناروغۍ، هغه ناروغۍ چې د زېږون له لارې لېږدول کېږي، صفراوي ناروغۍ او هغه هيپټايټس چې عوامل یې څرګند نه‌دي، دا ټول کولی شي د زیړي لامل شي."

هیپټایټس یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د ځيګر د التحابېدو لامل کېږي، او وژونکي بلل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا ناروغي په هرو ۳۰ ثانیو کې یو کس وژني، خو ټینګار کوي چې دا سازمان هڅه کوي تر ۲۰۳۰ کال پورې د هېوادونو په همکارۍ، د دغې ناروغۍ ویروس له‌منځه یوسي.