د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

مسؤلین: افغانستان کې په هرو ۱۰ کسانو کې یو یې په زیړي اخته دی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په هرو ۱۰ کسانو کې یو تن د زېړي ناروغۍ په یوه ډول اخته دی.

د کابل د انتاني روغتون سرپرست ډاکټر زلمي نورزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تبه، کانګې، نس ناستى، د ادرارو د رنګ توروالی، د سترګو سوزش، سستي او بې حالي، له غوړو څخه یې بد راتلل په زېړي د اخته کېدو مهمې نښې نښانې دي.

ډاکټر نورزي وویل چې د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نېولي دي.

ښاغلي نورزي زیاته کړه:

"په افغانستان کې په هرو ۱۰ ناروغانو کې یو تن د زېړي په ناروغۍ اخته کېږي چې ډولونه يې توپیر کوي، له نېکه مرغه کومه پالیسې چې په نړېواله کچه پلې کېږي د عامې روغتیا وزارت یې هم په ملي کچه پلې کوي او زموږ یو له لومړیتوبونو څخه دا دی چې د ساري ناروغیو په وړاندې مبارزه وکړو."

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د زېړي پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ هم ولمانځله.

زېړی پنځه ډوله دی چې تر ټولو خطرناک یې تور زېړی یعنې «بي او سي» دی.

د ډاکټر نورزي په وینا له ناروغ سره جنسي اړیکې، په یوه لوښي خوراک څښاک، له یوې پيچکارۍ څخه او یا هم د وېښتانو د خریلو له یو پل څخه د ډېرو کسانو استفاده، د یادې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لامل دى.

نوموړي دغه شان د دغې ناروغۍ د واکسین د تطبیق په اړه وویل:

"د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپل ملي کمپاین پر مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د زېړي د واکسین تطبیق په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی او دا واکسین به تر سره کېږي، له نېکه مرغه د افغانستان په کچه د دغې ناروغۍ درملنه شونې ده."

ډاکټر نورزی وايي چې د شخصي حفظ الصحې په پام کې نېولو او عامه پوهاوي سره له زېړي نه مخنیوی د امکان وړ دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو هرات، بلخ، ننګرهار، کندز، بدخشان، کندهار،غزني، کنړ او دایکندي کې په زېړي د اخته ناروغانو د مشورې او درملنې لپاره مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په نړۍ کې له ۴۰ مېلیونو ډېر کسان په ویروسي زېړي اخته دي.

راپو: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG