د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

تېرکال شل زره افغانان په زېړي اخته شوي


یو شمېر افغان روغتیایي چارواکي په دې باور دي، چې په هیواد کې د هیپټایټیس بي یا د تور زېړي د خپرېدو یو اساسي لامل د دې ناروغۍ په اړه په خلکو کې د معلوماتو کمى دى.

په کابل کې د انتاني روغتون ريیس عبدالرحمن اکبري د یکشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې باید په عامه خلکو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د لاملونو په اړه عامه پوهاوى زیات شي.

د ده په وینا له ناروغ سره جنسي اړیکې، له یوې پېچکارۍ څخه او یا هم د وېښتانو د خریلو له یوه پل څخه د ډېرو کسانو لپاره کار اخيستل د دې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لامل دى، چې باید مخنیوې یې وشي.

په کابل کې د انتاني روغتون مشر وایي، چې زېړۍ د ځیګر د پړسوب له امله کله چې په وینه کې د بلوروبین په نوم مواد زیات شي، راپیدا کېږي او د بدن پوستکى او د سترګو سپین زېړوي.

د زیړۍ له نښو څخه د شونډو دننه شاوخوا هم زېړېږي، انسان بې اشتها کیږی او د زېړۍ په پرمختللي حالت کې د ناروغ سر ګرځي، ټول بدن په خاصه توګه نس او پښې یې پړسېږي.

تبه، کانګې، نس ناستى، د ادرارو د رنګ توروالی، د سترګو سوزش، سستي او بې حالي، له غوړو څخه یې بد راتلل په زېړي (ژړي) د اخته کېدو نورې نخښې نښانې دي.

د انتانې روغتون ريیس وایې چې تور زېړی ارثي نه دی او وایې په ډېره کمه کچه له ناروغ سره د خوړو او خبرو له لارې انتقالېږي.

زېړی په مجموع کې په پنځه ډوله دى چې تر ټولو خطرناک یې تور زېړی یعنې بې او سې دی.

همداشان روغتیایي چارواکي وایي چې زیړۍ په وروستې حالت کې د انسان د مړینی سبب هم کېږی چې باید د زیړی نښو په ښکاریدو سم لاسي یې درملنه وشی.

د عامې روغتیا وزارت هم وایې چې پدې وروستیو کې په هیواد کې د تور زیړی د اخته کسانو په شمیر کې زیاتوالې راغلی دی.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکټر غلام سخې نور اوغلي وایي چې په دې برخه کې یې د تمویلوونکو ادارو سره اړیکې نیولي او عام خلک کولای شي په وړیا ډول د تور زیړي واکسین د انتاني له روغتون څخه ترلاسه کړي:

(په خواشینۍ سره هغه ارقام چې موږ یې لرو، په مجموع کې د A, B, C, D په زیړی کې ډېروالی راغلی دی. په تیر کال کې په ټول هیواد کې شاوخوا د زیړی شل زره پیښې ثبت شویدی، او دا هغه آمار دی چې یواځې په دولتې روغتونونو کې ثبت شوي دي. د خصوصي روغتونو په زیاتوالي سره اوس ډیر شمیر خلک خصوصی روغتونونو ته هم مراجعه کوي چې له هغوی سره به هم ثبت وي.

د عامې روغتیا وزارت د تمویلونکو ادارو سره په اړیکو کې دی، او له نیکه مرغه په دغه برخه کې واکسین هم راغلی دی او په دې لټه کې یو چې په افغانستان کې په ټولو روغتیایی مرکزونو کې د دې واکسین ولرو)

په کابل کې د انتاني روغتون ریيس ښاغلی اکبري وایي چې که څه هم د تور زیړي ناروغانو ته د ناروغۍ پرمهال واکسین نه ورکول کیږي خو د ناروغ د کورنۍ غړی کولای شي د ناروغۍ د مخنیوی لپاره په درېیو دورو کې واکسین وکړی.

ډاکټر اکبري هم وایي چې سږکال د ثور یا غویي په میاشت کې د وري یا حمل میاشت په پرتله د تور زیړي د ناروغانو په مراجعه کې ډیروالى راغلی دی.

دې وایې چې د ۱۳۹۰ کال یوازې په لومړیو دوو میاشتو کې د تیر کال په پرتله د مراجعینو شمیر زیات شوی دی او په دوو میاشتو کې له څلورسوه ډېرو کسانو مراجعه کړې ده.

د ښاغلي اکبري په باور چې ښایي د تور زیړي ناروغۍ د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې ډیره وي.

راپور: مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG