د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

روغتیا وزارت: له هرو شپږو افغان ماشومانو یو تن واکسین ته لاسرسی نه‌لري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له یو کلنۍ مخکې هر ماشوم پنځه ځلې د واکسین په اخیستلو له نري رنځ، فلج، تور ټوخي، تېتانوس، تور زېړی، سینه بغل او د شري له ناروغیو خوندي پاتې کېږي.

د دغه وزارت د پالېسۍ مرستیال احمد جان نعیم د یکشنبې په ورځ کابل کې د واکسیناسیون نړیوالې اوونۍ په مناسبت یوې ناستې ته په وینا کې له ټولو کورنیو وغوښتل تر څو خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین په کولو سره له وژونکو ناروغیو وژغوري.

د روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال احمد جان نعیم
د روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال احمد جان نعیم

نوموړی وايي:

"د واکسین پلي کول له معیوبیتونو او د ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره تر ټولو اسانه او کم لګښته اغېزمنه لاره ده، د واکسین د پلي کولو ورځنی پروګرام د وقایوي طب او د عامې روغتيا اساسي بنسټ جوړوي، دا خدمات چې د یوه ماشوم د ژوند له لومړۍ ورځې پیلېږي د هغه د روغ ژوند یو چانس برابروي."

ښاغلی نعیم وايي، دا مهال د وژونکو ناروغیو په وړاندې د بېلابېلو ډولونو ۱۲ واکسینونه د ۱۷۵۰ مرکزونو له لارې په وړیا ډول له یو کال ښکته ماشومانو او امیدوارو مېرمنو ته ورکول کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس دا مهال له هرو شپږو ماشومانو یو واکسین ته لاسرسی نه‌لري او له هرو ۱۰۰۰ ماشومانو ۵۵يې له پنځه کلنۍ وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې په ډاګه کوي چې د واکسين پلي کولو له امله په ۲۰۰۲ میلاديِ کال کې د ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو ولادتونو کې ۱۶۵ پېښې، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې ۷۷ او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۴۵ پېښو ته راښکته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان میلادي کال کې د پولیو درې مثبتې پېښې په کندز، هلمند او کندهار کې ثبت شوي دي.

له بلې‎خوا افغانستان کې د یونېسف ادارې مشرې مېرمن ادیل خضر په دې ناسته کې وویل چې د واکسین د پلي کېدو برخه کې له پرمختګونونو سره-سره لا هم د افغانستان سم نیمايي ماشومان واکسین ته لاسرسی نه‌لري.

نوموړې وايي:

"د واکسین په ورځنیو پروګرامونو کې له ټولو پرمختګونو سره موږ لا هم یوازې د افغانستان نیمايي ماشومانو ته رسیده‎ګي کړې ده او پاتې نیمايي ته لا رسیده‎ګي نه‎ده شوې، دغه ماشومان په هغو ساحو کې دي چې په هغو سېمو کې ژوند کوي چې ورته لاسرسی ستونزمن دی، دوی ډېر زیانمنونکي ماشومان دي او تر هغې چې دغو ماشومانو ته رسیده‎ګي ونه‎شي موږ باید خاموشه پاتې نه‎شو."

په همدې حال کې بیا د روغتیا برخه کې د ولسمشر سلاکار نجیب‌الله مجددي په دې ناسته کې وویل، سره له دې چې د واکسینونو پلي کول د عامې روغتیا وزارت کار دی خو نوموړي ټینګار وکړ چې ماشومانو ته د واکسین پروګرام په عملي کېدو کې د کورنیو د هڅولو لپاره د خلکو، مدني ټولنو او دیني عالمانو همکاري اړینه ده.

د نړۍ د روغتیا سازمان د شمېرو پر اساس د واکسین په پلي کېدو سره په کلني ډول ۲ تر ۳ میلیونه ماشومان له مړینې ژغورل کېږي او د واکسینونو د لا پلي کېدو په صورت کې به د ۱ عشاریه ۵ میلیونه ماشومانو ژوند ژغورل کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG