د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د پكتيا لس سلنه وګړي د تور زېړي په ناروغۍ اخته دي


د پكتيا ولايت روغتيايي چارواكي وايي، چې د دې ولايت لس په سلو كې خلک د تور زېړي په ناروغۍ اخته دي او لا هم د دې ناروغۍ له امله كړېږي.

ياد چارواكي وايي، پر تور زېړي د اخته كسانو دغه اندازه يې د ټولو روغتيايي مركزونو له راپورونو څخه معلومه كړې خو په دې لس فيصده خلكو كې د هغو ليرې پرتو سيمو اوسېدونكي نه دي شامل چې روغتيايي مركزونو او كلينيكونو ته مراجعه نه كوي.

د دې ولايت اوسېدونكي وايي، په پكتيا كې ډېرې كمې كورنۍ دي چې له دې وژونكي ناروغۍ په امان وي او د نښو نښانو په اړه يې پوهاوى ولري. دوي وايي د دې ناروغۍ په اړه نه پوهاوى او بې غوري د دې باعث شي چې د يو ناروغ له امله ټوله كورنۍ په ياده ناروغۍ اخته كېږي.

ليدل كېږي، چې په پكتيا كې له ژېړ يا تور زېړي څخه كړېدونكي زيات ناروغان دوديزې تداوۍ ته مخه كوي او د ډاكټرانو پر ځاى د دم او تعويض لپاره پيرانو او ملايانو ته ورځي.

دغلته د دوديزې تدواۍ له مخې ملايان او د مګري ناروغانو ته اوږده پرهېزونه وركوي او په دې موده كې ناروغانو ته يوازې د شنو چاېو او وچې ډوډۍ د خوراك اجازه وركوي، چې په دې سره ناروغان ډېر كمزوري كېږي، خو خلك يې عقيدوي پلوه ګټور بولي.

ډاكټر عبدالهادي حماس چې په پكتيا كې شخصي كلينيک لري، وايي: د تور ژېړي ناروغي د څو لاملونو له مخې خپرېږي، خو كه پر خپل وخت يې د تداوي او د عامه پوهاوي پروسه پيل نه شي، نو شونې ده چې دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

نوموړى زياتوي، كه د دې ناروغۍ په اړه خلكو ته عامه پوهاوى ورنه كړل شي، نو امكان لري چې د تور زېړي اوسنۍ فيصدي نوره هم لوړه شي.

د پكتيا ولايت د عامې روغتيا ريئس ډاكټر محمد نادر نوري هم د تور زېړي له زياتېدو اندېښمن دى، خو زياتوي چې په لويانو كې د دې ناروغۍ د كنټرول لپاره تر دې مهاله د روغتيا وزارت له خوا ورسره د واكسينو او نورو ضروري درملو مرسته نه ده شوې.

نوموړى وايي، هغه لويان چې په دې ناروغۍ اخته دي، د تداوي لپاره يې هيڅ ډول درمل له دوي سره نشته خو زياتوي مخكې له دې چې ماشومان په دې ناروغۍ اخته شي دوي ورته واكسين په واك كې لري.

ډاكټران وايي، چې دا ناروغۍ په كوچنيانو او لويانو كې يو ډول سرايت كوي او نښې نښانې يې دا دي چې ناروغ ته د وجود كمزوري پيدا كېږي، په سردردۍ او تبې سربېره د ناروغ د پوستكي رنګ هم تورېږي.

كه څۀ هم د ټولې پكتيا په كچه د زېړي ناروغې له امله د مړو شوېو كسانو كره شمېره نشته، خو اورېدل كېږي چې هر كال زيات شمېر كسان د دې ناروغۍ له امله ژېړې تلې پرېوځي.

راپور-لمرنیازی-پکتیا
XS
SM
MD
LG