پاکستان کې د ناامنۍ د پېښو ډېرېدل؛ شهباز شريف: د افغانستان له خاورې د ټي‌ټي‌پي بريدونه د زغم نه‌دي

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

د پاکستان صدارعظم شهباز شریف افغانستان ته په اشارې سره وايي، د دې ګاونډي هېواد له خاورې په استفادې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان حملې د منلو وړ نه‌دي.

په‌داسې حال کې چې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي، د پاکستان صدارعظم شهباز شریف ویلي چې، د پاکستان پر ضد د ټي‌ټي‌پي حملې چې د ده په وینا، د ګاونډي هېواد خاوره کاروي ورته د زغم وړ نه‌دي.

ښاغلي شریف پرون چهارشنبه د جولای ۲۴ مه د پاکستان د کابینې په غونډه کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د حملو په زیاتېدو کې د افغانستان ښکېلتیا ته په اشارې وویل چې، د دې ستونزې په اړه، دی د طالبانو له چارواکو سره په تماس کې دی.

شریف وویل، پاکستان په تېرو څلویښتو کلونو کې د میلیونونه افغانانو کوربه و، خو هغه څه چې په بدل کې یې ترلاسه کړي د ده په وینا پر پاکستاني وګړو د "TTP" حملې دي.

هغه ويلي: "خو اوس چې موږ ته په بدل کې څه راکول کېږي هغه ټي‌ټي‌پي ده او له هغه ځایه بې‌ګناه پاکستاني وګړي په نښه کوي، ناامني جوړوي او اقتصاد تباه کوي، خو دا هر څه د نه منلو وړ دی، پاکستان د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر ډول حالاتو ته تیار دی، خو موږ غواړو چې دا هر څه د خبرو له لارې حل شي."

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والې ډلې حملې زیاتې شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ په وروستیو دریو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۰ ترهګریزې پېښې او عملیات شوي چې له امله یې لږترلږه ۳۸۰ کسان وژل شوي چې ۲۳۶ یی ملکي وګړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان تازه برید چې د روانې جولای په ۱۵ مه يې د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو په یو پوځي مرکز وشو، په‌کې د اته پوځیانو د وژلو پخلی شوی وو.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی، هغه چې د پاکستان پوځ د ادعا له‌مخې په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وړاندې تر دې دغه ډول تورونه رد کړي او د پاکستان ناامني یې د دې هېواد کورنۍ مسئله بللې ده.

اصلي خبره خو دا ده چې په پاکستان کې د معلوماتو پر بنسټ ۳۵ زره مدرسې فعالې دي او د افراطیت خپراوي ته کار کوي."
اسحاق اتمر

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شهباز شریف د وروستیو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو پوښتنه داده چې پاکستان ولې په‌دې هېواد کې د هر ډول ناامنۍ ریښه په افغانستان پورې تړي؟

د سیاسي او امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر يې په اړه وايي: "پاکستان غواړي چې دغه تورونه په افغانانو پورې کړي او په‌دې شکل سره په افغانستان کې لاس‌وهنې او مداخلې لپاره ځان ته حق ورکړي، کنه اصلي خبره خو دا ده چې په پاکستان کې د معلوماتو پر بنسټ ۳۵ زره مدرسې فعالې دي او د افراطیت خپراوي ته کار کوي."

د تحریک طالبان پاکستان تازه برید چې د روانې جولای په ۱۵ مه يې د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو په یو پوځي مرکز وشو، په‌کې د اته پوځیانو د وژلو پخلی شوی وو.

پاکستان تل تور پورې کوي چې د دې هېواد ضد وسله‌واله ډله تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې ده او له هغه ځایه په پاکستان حملې کوي، خو طالبانو دا ادعاوې په وار وار رد کړي دي او ویلي یې دي چې، په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نه‌شته او د دې هېواد خاوره به د هیچا پر ضد استعمال نه‌شي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د اسلام‌اباد د سیمه‌ییزو مطالعاتو د انستیتوت په یوه ناسته کې ټي‌ټي‌پي وسله‌واله ډله د پاکستان لپاره سره کرښه بللې وه او ویلي یې وو چې، په افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیتونه د پاکستان په ګډون د سیمې نور هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.

هغه هیله ښودلې وه، چې د طالبانو حکومت به د دغې ډلې پر خلاف اقدامات ترسره کړي.