کډوالي او بېوزلي؛ ایران او پاکستان کې ځینې افغان: اختر مو په خوښۍ تېر نه شو

په خیبرپښتونخوا کې افغان کډوالې مېرمنې

په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې اختر د دوی لپاره په کډوالۍ کې د خوښې وړ نه ‎و او د اختر ورځې یې له خپلو ملګرو او خپلوانو څخه لیرې په یوازې تېرې کړې.

په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې سږ کال لوی اختر د اقتصادي ستونزو، کډوالۍ او یوازېتوب له امله د دوی لپاره د خوښۍ اختر نه‎ و.

نن، چهارشنبه په افغانستان، ایران او پاکستان کې د لوی اختر درېیمه او وروستۍ ورځ ده.

په پاکستان کې افغان کډوال محمد اصف وايي چې په کډوالۍ کې د ده لپاره د لوی اختر درې ورځې په یوازېتوب او د ملګرو له لیدو پرته تېرې شوې.

پاکستان کې افغان کډوال محمد اصف وايي: هېڅ په خوښۍ تېر نه شو ځکه دلته زموږ هېڅ څوک نه شته چې ولاړ شو یا هغوی راشي او اختر سره ونمانځو.

هغه وویل: "سږکال زموږ اختر، په بېوزلۍ او له ملګرو، خپلوانو او وطن څخه لیرې تېر شو. هېڅ په خوښۍ تېر نه شو ځکه دلته زموږ هېڅ څوک نه شته چې ولاړ شو یا هغوی راشي او اختر سره ونمانځو. دا زموږ لپاره ډېر ځورونکی دی."

یوه افغان کډواله، نصیره عطايي چې درې کاله کېږي په ایران کې اوسېږي هم ورته کیسې لري او هیله ‎یې دا ده چې بېرته هېواد ته ستنه شي او له خپلو ملګرو او خپلوانو سره اختر ونمانځي.

هغه وايي: "درې کاله کېږي چې په ایران کې یم. په اختر باندې هېڅ پوهه نه شوم. خدای دې زموږ هېواد ارامه کړي چې هلته ولاړ شو ځکه د اختر خوند په وطن کې دی. دلته هېڅ څوک نه لرو چې په اختر کې راشي یا موږ ورته ولاړ شو. ډېر سخت دی."

دغه افغان کډوال وايي چې دوی په ایران او پاکستان کې سختې شپې ورځې تېروي او د کډوالۍ د نورو ستونزو ترڅنګ د دغو هېوادونو د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي.

د ایران او پاکستان حکومتونو د نورو محدودیتونو ترڅنګ چې پر افغان کډوالو یې لګولي دي، د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" د شمېرو له مخې، په تېر څه باندې یوه کال کې یې له ۱،۶ میلیونو ډېر افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي دي.

يو شمېر دغه کډوال چې په تېرو څو مياشتو کې ستانه کړل شوي، وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله ‎يې د اختر ورځې له کوم چمتووالي پرته تېرې کړې دي.

له ایرانه ستانه کړل شوی کډوال حفیظ‎الله وايي چې لوى اختر يې له ستونزو او کړاوونو ډک و.

هغه وویل: "کله چې د خلکو په هېواد کې و ویلې مو چې مسافر اختر نه ‎لري، خو له بده مرغه کله چې هېواد ته ستانه شوو ومو لیده چې څوک چې اقتصاد ونه لري بېخي اختر نه لري. په اختر کې مو نه قرباني وکړه، نه کالي واخیستل، نه هم د اختر لپاره د خوړو توکي. خلک خپل ښځې او ماشومانو ته کم راځي. ډېر راباندې سخت تېرېږي."

حامد بایاني چې اووه میاشتې کېږي له پاکستانه شړل شوی دی او اوس په کابل کې ژوند کوي، وايي چې د اختر ورځې یې له سرپناه پرته او د خپلو ملګرو په کورونو کې تېرې کړې.

هغه وايي: "له کله نه چې له پاکستانه شړل شوي یو، په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوو. په اختر کې مو هېڅ څه نه‌درلودل. د ملګرو په کور کې ناست یم هغه هم داسې لکه په خیمه کې چې ژوند کوم او د کوم څه له اخیستو پرته مې اختر تېر کړ."

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

د سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو برعکس، د طالبانو حکومت یوه ورځ وروسته د دوشنبې ورځ د لوی اختر د لومړې ورځې په توګه اعلان کړه.

د دغو افغان کډوالو او راستنېدونکو سربېره په افغانستان کې دننه یو شمېر نورو افغانانو په تېرو څو ورځو کې ازادي راډيو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو، بې‎کارۍ او د طالبانو حکومت د محدودیتونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د اختر نمانځل پیکه شوي او دوی اوس د داسې ورځو د نمانځلو لپاره ډېره لېوالتیا نه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د تازه شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر ۶،۴ میلیونو ته رسېږي.

که څه هم د افغانانو د کډوالۍ پیل څو لسیزې وړاندې ته رسېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو د نږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې په سلګونه زره افغانان د امنیتي ګواښونو، بې‎وزلۍ، بې‎کارۍ او د طالبانو د محدودیتونو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د بندیزونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله خپل هېواد پرېښی او د ایران او پاکستان په ګډون مختلفو هېوادونو ته کډوال شوي دي.