خوښیو مراسمو کې له دایره‌ګانو ګټنه؛ د پلور بازار یې هم تود شوی

ارشیف: په افغانستان کې د دایره ګانو د پلور یو دوکان چې اکثره پېرېدونکې یې مېرمنې دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر مېرمنې وايي، د طالبانو د حکومت له‌خوا پر موسیقۍ د بندیز له امله دوی د خپلې خوښې په محفلونو کې له چمبې یا دايره استفاده کوي.

دوی وايي، طالبان ان په نسبتاً لوړ غږ په محفلونو کې د موسيقۍ خپرولو ته هم اجازه نه ورکوي.

دوی ازادي راډيو ته دا هم وویل، د لوړ عمر لرونکې ښځې چمبه وهي او محلي سندرې بولي او ځوانان ورته محلي نڅا کوي.

د دايره‌ګانو یو شمېر پلورونکي هم تاییدوي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر موسیقۍ د بندیز له لګولو وروسته د د دايرو د پلور بازار ګرم شوی دی.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د دایره‌ګانو راپور