د ارزګان ولایت یو شمېر معلولین وايي، د حکومت له لوري اوسنی کلنی معاش د دوی لپاره بسنه نه کوي او په وینا یې چې اوسمهال د خوارکي او غیرخوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوي دي.
دوی د معاشونو د زیاتوالي او د نړۍ د معلولینو په څېر د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې مسوولان ژمنه کوي چې معلولینو سره مرستې زیاتوي.
اخوا د معلولیت لرونکو د ملاتړ یوه ډله وايي، افغان معلولین تر نورو ډېر د مرستو مسحق دي.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5