د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د ارزګان معلولین: دولت راته خپل حق نه‌دی راکړی


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسواليو یو شمېر معلولینو د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دولت ورته خپل حق نه‌دی ورکړی او نه‌يې هم هغه ډول لاسنیوی کړی، لکه څنګه چې لازمه ده.

دغه معلولین د خپلو حقونو تر څنګ له دولته غوښتنه کوي چې دوی او اولادنو ته‌یې د کار زمینه برابره کړي او لاسنیوی دې یې وکړي.

بل‌خوا بیا دغلته خلک د جګړې له ښکېلو خواو غوښتنه کوي چې د جګړې پر مهال د دوی سر او مال ته جدي پاملرنه وکړي.

دوی وايي، نور له جګړې ستړي شوي دي او افغان حکومت او وسله‌وال طالبان دې په خپلو منځونو کې سوله وکړي.

په ارزګان کې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو ریاست مسؤلین هم د معلولینو خبرې مني، خو وايي چې دوی د ستونزو د حل په هدف پېشنهادونه کړي دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG