د بشري حقونو د څار سازمان او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د سیاست مدافعین وايي، چې د طالبانو مشرتابه له خوا له ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک حذفولو ترڅنګ، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په ځانګړي ډول په کور دننه، په بې سارې ډول زیات شوی دی.
دغو بنسټونو، د پنجشنبې په ورځ، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت، د «طالبانو دوه کاله ستم» په نوم د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب او حساب ورکونې خدمتونه تقریباً هیڅ نشته.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې، هیدر بار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د خوندیتوب سیستم له منځه وړی دی.
نوموړې وايي: "د ٢٠٢١ کال د اګست میاشتې څخه مخکې یو سیستم موجود و، چې له هغو ښځو او نجونو سره يې مرسته کوله کوم چې په کور کې له تاوتريخوالې سره مخ وې.خو دا سیستم په سیستماتیک ډول د طالبانو لخوا بند شو، او دا د دې لامل شوی چې که ښځې او نجونې له تاوتریخوالي سره مخ شي، د تیښتې ځای ونلري."
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله، هیدر بار
دا په داسې حال کې ده چې د کورني تاوتريخوالي يوې قرباني هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې له کورني تاوتريخوالي وروسته په دې وروستيو کې کله چې د طلاق دوسيې لپاره د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته ورغلې، هلته د مېړه او د يادو ادارو له کارکوونکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
د بلخ ولايت اوسېدونکې، مبارز، چې پخوا د يوې دولتي ادارې کارکوونکې وه، وايي: "په عدلي او قضايي ارګانونو کې څه تیریږي، دا چې له ما سره څه ډول چلند شوی، دا چې ما ته يې ويلي و چې خوله دې په مرمۍ بندوو، او میړه مې د امارت له عسکرو سره ما پسې له محکمې ووتل، ما سره یې تاوتریخوالی وکړ، ويې وهلم، ان دا چې هغوی غوښتل ما بندي کړي، ما خپل ځان وژغوره. هره ښځه که قضیه ولري یا نه ښځینه محبس ته یې بیایي، یوازې همدغه ځای د ښځو لپاره دی، هغوی بل ځای نلري."
په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله او مدافع وکیلې، شګوفه کاکړ ازادي راډيو ته وايي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د مراجعو نه شتون په کورونو کې د جنسیتي تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی دی.
د هغې په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنوالۍ، امن خونې او د تاوتریخوالي سره مخ ښځو د ساتنې او د هغوی د حقوقي ستونزو د هواري لپاره، مدافع اوس وکيلان نشته٠
نوموړې زیاتوي: "کورنیو او خلکو هغه ویره چې درلوده اوس يې نلري. هغه سخت قانون او خاصې محاکمې چې ترسره کیدې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی یې کاوه، اوس نشته. اوس چې دا بنسټونه نشته د تاوتریخوالي شمیر زیات شوی. پخوا که يواځې نالوستو او په کور ناستو ښځو سره تاوتریخوالی کیدو، اوس له لوستو او هغو ښځو سره چې کار یې کاوه هم تاوتریخوالی کیږي."
د بشري حقونو د څار سازمان او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د سیاست مدافعین هم وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د په کم عمر ودونه او د میندو مړینه زیاته شوې ده.
یو شمرښځې په کابل کې- ارشیف
دغه شان ویل شوي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۷۵ فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو او نجونو وړتیا یې محدوده کړې او د هغوی حقونو یې نقض کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.
خو د بشري حقونو د څار سازمان او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د سیاست مدافعین وايي، نړیواله ټولنه د دې شاهده ده، چې افغان ښځې او نجونې په نړۍ کې د بشري حقونو له تر ټولو ناوړه کړکېچ سره مخ دي، خو د دغو بنسټونو په وینا، د بشریت پر ضد د ممکنه جنایتونو په اړه چې طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې ترسره کړي دي، نړیوال غبرګون بې ګټې دی.
په دې ګډ راپور کې وړاندیز شوی، چې امریکا باید د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د افغانستان پورې تړلي سیاست په اړه، باید په خپل هېواد کې دننه او بهر له افغان ښځو او نجونو سره پرله پسې او معقولې مشورې ولري.
که څه هم د طالبانو حکومت ویندويانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو په راپور کې بیا هم ویل شوي چې ملګري ملتونه باید د افغان ښځو او نجونو د غږ او غوښتنو د پیاوړي کولو لپاره په طالبانو فشار راوړي، چې د جنسیت پر بنسټ د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.
د طالبانو ویاندویانو او چارواکو تر دې مخکې د ښځو د حقونو د نقض تورونه رد کړي او ویلي، چې د دغو حقونو له نورو ناقضانو سره هم د اسلامي شریعت په اساس جدي چلند کوي.