د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سرپرست سفیر وايي، د دوی یو پلاوي وروستیو کې د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د 'د هراود دستګاه' څخه لیدنه کړې.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي خبر ورکړی چې د دوی یو پلاوي په لومړي ځل په هلمند کې د دهراود د اوبو کچې د معلومونې له دستګاه لیدنه کړې.
د دهراود دستګاه د کجکي بند څخه پورته ده او د هلمند سیند ته د بهېدونکو اوبو اندازه معلوموي.
حسن کاظمي قمي پرون د 'اخرین خبر' په نوم ایراني رسنۍ سره مرکه کې ویلي: "د هوکړې پر بنسټ، ایران کولای شي ووايي چې موږ قناعت نهلرو او موږ باید ولاړ شوو او د اوبو معلومونې لپاره د دهراود ایستګاه ووینوو. دا له طالبانو سره موږ هوکړه وکړه او دا کار وشو. دا اوس چې زه تاسې خبرې کوم، زموږ تخنیکي پلاوی کابل کې دی."

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي
قمي دا هم ویلي چې دا پلاوی به ژر خپل راپور دوی ته وړاندې کړي او و به لیدل شي چې د دوی د متخصصانو اخذ څه دی.
خو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت کجکي او کمال خان بندونو ته د ایراني کارپوهانو د سفر په اړه راپورونه رد کړل.
اریانا نیوز خصوصي تلوېزیون د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد له قوله لیکلي چې د ۱۳۵۱ لمرذیز لېږدیز کال د تړون له مخې، ایراني لوری یوازې د ځانګړیو شرایطو او میکانېزم له مخې له دهراوود سټېشن څخه لیدنه کولی شي.
خو نوموړي دا نه دي ویلي چې ایراني کارپوهانو له دهراوود سټېشن څخه لیدنه کړې که نه.
د یادونې ده چې نږدې درې اوونۍ وړاندې کاظمي قمي ایراني رسنیو ته ویلي وو چې طالب چارواکو د دې پلاوي له تلو سره موافقه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر مني، دا لومړی ځل دی چې د دوی پلاوي ته د دې دستګاه د لیدنې اجازه ورکول کېږي.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو په اړه یو هوکړهلیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې، هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ایران ته ورکول کېږي.
د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو ویل، ایران ته نه یوازې دا چې خپل حق ورکول کېږي، بلکې د کمال خان بند له جوړېدو وړاندې له دې اندازې زیاتې اوبه هم ور روانې وې.
د طالبانو حکومت داسې مهال په هلمند کې د اوبو د معلومونې له دستګاه څخه ایراني پلاوي ته د لیدنې اجازه ورکوي چې له دې وړاندې ایراني چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې دوی ته د هوکړې پر بنسټ، اوبه نه پرېښودل کېږي.
تر دې چې د ایران جمهور رییس ابراهیم رییسي طالبان وګواښل چې د ده خبري جدي وګڼي.
Your browser doesn’t support HTML5
“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د هغه په ځواب کې وویل، د هلمند د سیند اوبه کمې شوي او تر خوا یې په کمال خان بند کې هیڅ اوبه نهشته چې ایران ته ورسېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد
دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې نړیوالې ډلې افغانستان په نړۍ کې درېیم هغه هېواد یاد کړی چې د اقلیمي بدلون له امله یې ډېر زیان لیدلی او په ځانګړي ډول پرلهپسې وچکالۍ خورا سخت ځپلی دی.