افغان لیکوالې حمیرا قادري په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د 'سوزن طلايي' ټولنې فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
د دغې ټولنې یوې غړې مستورې مهاجر ازادي راډیو ته وویل: "په داسې شرایطو کې چې هره خوا ناهیلي ده او ټولې دروازې زمونږ پر مخ بندې دي، حد اقل دا ټولنه مونږ ته یوه هیله ده، د ټولو هغه کسانو لپاره چې په افغانستان کې دي."
مستوره د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو له بندیزونو مخکې د اروا پوهنې د څانګې د وروستي کال محصله وه.
هغه وايي، د زده کړو تر څنګ یې نور رضاکار ټولنیز فعالیتونه هم درلودل، خو په خبره یې اوس د طالبانو حکومت د نجونو زده کړې او ټولنیز فعالیتونو ټول منع کړي دي.
نوموړې وویل، د کور په کونج کې د ناهیلې کېناستلو پر ځای یې غوره وګڼله چې 'سوزن طلایي' ټولنې سره یو ځای شي.
مستوره وایي: "د سوزن طلایي غړیتوب ډېره ډېره ښه تجربه ده، زه وتوانېدم ډېر ښه مسایل زده کړم. دا چې څه ډول کتابونه باید ولولم چې په کیسه لیکلو مې ښه اغېز وکړي او دا چې څنګه له دې اصولو کار واخلم، چې په راتلونکې کې له ما یوه ښه کیسه لیکواله جوړه کړي."
د دغه ټولنې بله غړې سمیرا عمرزۍ وایي، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیانو د پوهنځۍ لیسانسه ده او د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ مخکې یې په افغانستان کې د معلمۍ تر څنګ په یوه شخصي دفتر کې هم کار کاوه.
هغې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت له خوا لګېدلي بندیزونه لامل شول چې د ماسټرۍ له زده کړو پاتې شي.
عمرزۍ وایي: "مخکې له دې چې د سوزن طلايي ټولنې غړې شم، لیکل مې دومره جدي نه نیول،کله که به فرصت برابرېده لیکل به مې کول، خو د سوزن طلايي ادبي ټولنې له غړیتوب وروسته مې له لیکلو سره لېوالتیا پیدا کړه، ان دا چې یوه لنډه کیسه مې په څو معتبرو سایټونو لکه 'راوي زن' او 'کاج مجله' کې خپره شوه، په ټوله کې سوزن طلایي ټولنې مې په لیکلو باندې ډېر ښه اغېز کړی دی."
د حمیرا قادري په خبره سوزن طلايي هغه ټولنه ده چې د طالبانو په لومړی دوره کې یې دې ته د ژوند کولو هیله ورکړې وه.
اغلې قادري وایي، دا او یو شمېر نورې نجونې په ۱۹۹۸ کال کې په هرات ولایت کې د پوهنتون د یوه استاد ناصر رهیاب له خوا په همدې ټولنه کې روزل شوي دي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو یوه میاشت وروسته یې یو ځل بیا د سوزن طلایي نوم راژوندی کړ.
اغلې قادري زیاتوي: "همغه استرس او ډار لامل شو، چې نجونې بیا ځلې مایوسې شي، ما دا ټولګي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ ۳۰ ورځې وروسته په همدې فکر پیل کړل، چې ښايي دا ځل زه وتوانېږم یوه هیله ووسم. ښايي دا ځل زه وتوانېږمه څراغ شم، هغه څراغ چې یو وخت استاد ناصر رهیاب و. دا ټولګي مې شروع کړل. اوس زموږ له دې ټولګیو تقریباً یو نیم کال تېر شو. د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د ۲۰۲۱ کال او اوس ۲۰۲۳ دی، یو نیم کال تېر دی، تر اوسه ۲۷۰ تنه دې ټولګیو ته نوملیکنه کړې ده."
لیکواله حمیرا قادري اوس په اوونۍ کې دری ځلې افغان نجونو او هلکانو ته د دې ټولنې له لارې کتاب لوستل او داستان لیکل ورزده کوي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل، له دې انلاین ټولګیو یې موخه خپل ټولنیز مسوولیت ادا کول دي، څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ځوان نسل ناهیلۍ راکمې کړي.
حمیرا قادري دا هم وویل چې د 'سوزن طلايي ' په هره دوره کې ۲۵ کسان چې هم نجونې او هلکان ګډون کوي.
مېرمن قادري د افغانستان د داستاني ادبیاتو یوه پېژندل شوې څېره ده.
نوموړې وايي، خپله لومړنۍ لنډه کیسه یې 'با دستان خالی' یا 'په خالي لاسونو' په هرات ولایت کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړی دوره کې په 'سوزن طلايي' ټولنه کې تر دوو کلونو زده کړو وروسته ولیکله.
اغلې قادري وايي، هغه مهال یې دا کیسه د هرات په ادبي انجمن کې په داسې حال کې چې دې په غونډه کې ګډون نه درلود، د یو ناروینه لیکوال لهخوا لوستل شوې وه، خو په خبره یې پلار یې غونډې ته ورغلی و.