ايا د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره پيل شوی ملي کمپاين به اغېز ولري؟

ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوې ده.

یو شمېر افغان مدني فعالانو، سیاستوالو او د زده‌کړې فعالانو د نجونو د زده‌کړو د ملي کمپاین په پیلېدو سره د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې نور دې په یوې یا بلې پلمې د نجونو د زده‌کړې د بهیر مخه نه نیسي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د ټولو نجونو او ښځو پر مخ پرانېزي.

د دغه کمپاین له یوه تنظیمونکي او مدني فعال خوشحال روهي سره نوریاس نوري مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې څومره کسانو په دغه کمپاین کې ګډون کړی دی او په څه ډول یې مخته وړي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

روهي سره مرکه