ډېلي سن: افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه وګړي له بې‌وزلۍ سره مخ دي

ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

ډېلي سن:

له بنګله‌دېش خپرېدونکې ورځپاڼې ډېلي سن پرون د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف پر تازه څرګندونو مقاله خپره کړې چې په افغانستان کې یې د ماشومانو وضعیت ناوړه بللی دی.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان لپاره د یونېسف استازي فران ایکویزا د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې نږدې ۹۰ فیصده وګړي له بې‌وزلۍ سره مخامخ دي، چې ماشومان ورڅخه زیات اغېزمن شوي دي.

د یونېسف استازي ویلي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به په افغانستان کې شاوخوا دوه ميلیونه او درې لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي، چې له دې ډلې به ۸ لکه او ۷۵زره یې د سختې خوارځواکۍ له کبله چې ژوند یې ګواښي، درملنې ته اړتیا ولري.

فران ایکویزا ویلي، د روان کال له جنورۍ تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنو په نتیجه کې ۱۳۴ ماشومان یا هم وژل شوي یا هم معلول شوي دي.

د ده په وینا زیاتره دغه ماشومان د وسپنو د ټوټو او کباړ په ټولولو بوخت وو، چې وروسته یې وپلوري.

د یونېسف استازي ویلي، په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر چې عمرونه یې شاوخوا شپږو کلونو ته رسېږي یو ميلیون او شپږ لکه دی چې د کورنیو د نفقې برابرولو لپاره په خطرناکو شرایطو کې کار کوي.

میلټري ټایمز:

له امریکا خپرېدونکې میلټري ټایمز خپرونې په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په باب لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي چې په بریتانیا کې دېره د بشري حقونو یوې ډلې د پنجشنبې په ورځ پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته له بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو د کمپاین خبر ورکړ.

د مستند کولو په دغو مواردو کې، هم د طالبانو او هم د نورو افراطي ډلو لکه د داعش ډلې خراسان څانګې له‌خوا له بشري حقونو سرغړونې شاملې دي چې د خپرونې په وینا د اوسني افغانستان یو ډاروونکی تصویر وړاندې کوي.

خپرونه زیاتوي، د معلوماتو د مقاومت لپاره مرکز په نوم غیرانتفاعي ډله په دې ابتکار سره غواړي په یوه جوړه شوې نقشه کې د ملکیانو، ژورنالېستانو او قومي اقلیتونو په وړاندې د ناوړه چلند د زیاتېدو موضوع ته د خلکو پام واړوي.

میلټري ټایمز د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله لیکي، د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې له ۱۷مې په دې نقشه کې د افغان عیني شاهدانو په مرسته له بشري حقونو د سرغړونو ۱۳۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

ملګرو ملتونو د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دُرو وهلو او سنګسار په ګډون د طالبانو له‌خوا په عامه خلکو ته د سزا ورکولو پر مسئله سخت انتقاد کړی و او د دغو سزاګانو د مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.

ملګري ملتونه وايي یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په عامه په دُرو وهل شوي دي.