ډبيلو‌اف‌پي: د افغانستان په هرو لسو کورنيو کې يې ۹ کافي خواړه نه‌لري

د يوې بې‌وزلې کورنۍ دسترخوان، ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د نړۍ په هیڅ هېواد کې داسې نه‌ده چې، په هرو لسو کورنیو کې دې یې ۹ کورنۍ د کافي خوړو د ترلاسه کولو ستونزه ولري.

ډبلیو‌ایف‌پي پرون (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وضعیت ناوړه شوی دی.

د دې ادارې په وینا، تېر کال یې په افغانستان کې ۲۳ میلیونو افغانانو ته مرسته ورکړې ده.

خو له دې سره سره هره ورځ ازادي راډیو د خلکو شکایتونه ترلاسه کوي چې مرستې نه ورسیږي او له سخت کړاو سره لاس و ګرېوان دي.

موږ په ډېر بد حالت کې یوو، وزګاره یم او دوه ماشومان هم لرم."

ازادي راډيو ته يو تن وويل: "په دیارلسمه ناحیه کې مرستې ډېرې دي خو بې‌وزلو ته نه رسیږي، ټولې شتمنو ته ورکول کېږي، موږ په ډېر بد حالت کې یوو، وزګاره یم او دوه ماشومان هم لرم."

دغه راز ازادي راډيو ته يوې مېرمنې وويل: "قسم دی چې یوه نوړۍ د خوړولو لپاره نه‌لرو، کونډه یم، شپږ ماشومان لرم، پخوا به مې یو نیم کار کولی شوای؛ اوس هغه هم نه‌شم کولی."

خو د خوړو نړیوال پروګرام اوس پخپله په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د پیسو له کموالي سره مخامخ دی.

دا اداره ټینګار کوي، صرف دومره پیسې لري چې په روان اپریل کې څلور میلیونه افغانانو ته پرې بشري مرستې ورکړي.

حال دا چې ټاکل شوې وه، دوی دا میاشت له ۱۳ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدا راز وايي، د دې لپاره چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانانو ته بشري مرستې ورسولی شي، روانه میاشت ۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې خورا کمې شوې او دا چاره سبب شوه چې، په افغانستان کې د محتاجانو شمېر زیات شي.

په وروستیو کې اسوشیتیډ پریس خبري اژانس په یوه راپور کې وویل، ډېر افغانان، په روانه میلادي میاشت کې، چې په افغانستان کې د روژې میاشت ده، د نس مړولو لپاره خواړه نه‌لري او اکثره په تش نس روژه نیسي.