په کندهار کې له زده کړو محروم کړای شویو نجونو حرفوي زده کړي پیل کړي

په کندهار کې له زده کړو محروم کړای شویو نجونو لپاره د حرفه يي زده کړو دغه مرکز د یوې بهر مېشتې مېرمنې په مرسته جوړ شوی دی.

په کندهار ښار کې له لوړو زده کړو محروم کړای شویو لسګونو نجونو حرفوي زده کړي پیل کړي دي.

د دې ولایت يوې بهر مېشتې مېرمنې په مرسته په یوه جوړ شوي مرکز کې دا مهال لسګونه هغه نجونې د خياطۍ د بېلابېلو ډولونو په زده کړو بوختې دي چې ښوونځي او پوهنتون ته له تګه منع کړای شوي دي.

د طالبانو حکومت په تېر یونیم کال کې یو پر بل پسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او دغه راز په نادولتي موسسو کې یې د مېرمنو پر کار بندیزونه ولګول.

طالبانو دارنګه په کندهار کې د مېرمنو یوازېنی مارکېټ هم وتاړه چې له کبله یې هغه سلګونه مېرمنې وزګارې شوې چې د کورنیو سرپرستي ور ترغاړه وه.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور