کربي: امریکا به له طالبانو سره د هغو د کړو ژمنو په خاطر حساب کتاب وکړي

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مسوول جان کربي

د سپینې ماڼۍ یو جګپوړی چارواکی وايي چې متحدایالات به له طالبانو سره د هغو د کړو ژمنو په خاطر حساب کتاب وکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مسوول جان کربي له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککاول د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین ته په یوه لیک کې وویل، د ولسمشر جوبایډن د ادارې له خوا پر طالب مشرانو بندیزونو او پر هغوی د ویزې محدودیتونو نتیجه نه ده ورکړې.

کربي وویل، واشنګټن د طالبانو حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی او په نږدې راتلونکي کې داسې یو پلان هم نه لري.