د نارو‌ې کډوالو شورا په مشروط ډول افغانستان کې خپلې چارې بېرته پیلوي

د نارو‌ې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ

د نارو‌ې د کډوالو شورا مشر چې د کابل په سفر بوخت دی وایي، پلان لري ۲۰۲۳ کال کې ۷ لکه افغانانو سره مرسته وکړي.

یان ایګلنډ پرون ماښام په یوه ټویټ کې ویلي، دوی په دې شرط بېرته د خیر ښېګڼې چارې پیلوي چې طالبان د دوی ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي.

ایګلنډ پرون خبرداری ورکړ که طالبان د نادولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ته دوام ورکړي، شپږ میلیونه کسان به له قحطۍ سره مخامخ شي، شپږ میلیونه ماشومان به له زده کړو بې برخې، ۱۳اعشاریه پنځه میلیونه خلک به له پاکو اوبو او څه باندې ۱۴ میلیونه نور به د ساتنې خدمات ونه لري.

تر دې وړاندې د یوناما په ګډون ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار تازه لګول شوی بندیز لرې کړي، خو طالبانو په رسمي ډول کوم نرمښت نه دی ښکاره کړی.