د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

جنوا کې د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو لپاره نړیواله غونډه جوړېږي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

ټاکل شوې ده چې نن د سویس په جنوا کې د افغانستان د مرستو نړیوال کنفرانس په انلاین بڼه پیل شي.

دا کنفرانس چې ملګري ملتونه، جرمني، بریتانیا او قطر یې کوربه‌توب کوي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوترش له لوري پرانیستل کېږي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستو په ننني کنفرانس کې د ۴ میلیارده او ۴۰۰ ملیونه ډالره مرستې غوښتنه کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا له یوه هېواد سره د بشري چارو په خاطر د ملګرو ملتونو له لوري تر ټولو لویه غوښتنه ده، خو د ملګرو ملتونو ویاند ینس لیرک وايي چې تر اوسه پورې یوازې د ۱۳ سلنې مرستې ژمنه شوې ده.

ده وویل، دا مرسته به په مستقیم ډول د مرستندویو مؤسسو له لوري د پروژو په اجرا لګېږي او هېڅ برخه به‌یې د طالبانو حکومت ته په لاس نه‌ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د مرستو کنفرانس به د پنجشنبې په ورځ له جنوا څخه په انلاین بڼه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش له لوري پرانیستل شي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې تېره اوونۍ د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو د اجازې د نه‌ورکولو په خاطر د افغانستان په اړه د هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې.

تر دې مخکې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې ښايي د طالبانو اقدامات د دې سبب شي چې نړیوال افغانستان ته په داسې وخت کې شا واړوي چې افغانان د نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو پر اساس، نږدې ۲۳ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې کړېږي، ۹۵ سلنه افغانانو ته پوره خواړه چې نس‌یې ورباندې موړ شي، نه‌رسېږي او ۱۰ ملیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره فوري مرستو ته اړتیا لري.

پرون (چهارشنبې) د دغه کنفرانس په درشل کې بریتانیا په افغانستان کې د ژوند ژغورنې په خاطر د خوراکي موادو او نورو اړتیا وړ شیانو لپاره د ۲۸۶ ملیون پونډه مرستې ژمنه وکړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس افغانستان ته د ۲۸۶ ملیون پونډه مرستې د اعلان په مهال وویل: "له خپلو متحدانو او شریکانو سره یوځای، موږ له افغانستان سره د مرستې لپاره هره څه چې کولای شو، وبه‌یې کړو."

د ناروې د کډوالو د شورا سرمنشي ین ایګلاند له مرستندویانو د مرستې غوښتنه وکړه، ویې‌ویل: "دا کنفرانس یو فرصت دی چې دا وښیو چې موږ په دې تیاره او سختو شېبو کې له افغانستان سره ملګري یوو."

XS
SM
MD
LG