ارين: د طالبانو وروستیو پرېکړو پر ښځو بده اغېزه کړې

د طالبانو له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د منفک کړیو ښځینه کارکوونکو انځور

د طالبانو حکومت په دې وروستیو اونیو کې د ښځو پر زده کړو او کار یو شمېر بندیزونه او محدودیتونه ولګول.

اوس یو شمېر په کور کېنول شوې مېرمنې وايي، دغو بندیزونو پر ښځو بده اغېزه کړې او ان په رواني او ذهني فشارونو سره مخ شوي دي.

له دې ډلې سونیکا ارین په یوه نادولتي اداره کې کار کاوه او تازه یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

د دغو محدودیتونو په اړه مرسلین ارسلا په کور کېنول شوې سونیکا ارین سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ارین سره مرکه