د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال؛ ۳ افغان خبریالان وژل شوي، ۳۴ توقیف او ۱۳ وهل شوي

یو شمېر افغان خبریالان

ازادي راډیو موندلې چې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې ۳۴ خبریالان توقیف شوي دي.

دغو خبریالانو له څو ساعتونو نیولې بیا تر څو میاشتو پورې په توقیف کې تېره کړې او یو شمېر یې لا هم زنداني دي.

وارث حسرت د هغو په ګوتو شمېر خبریالانو له ډلې دی چې ډاډه‌یې د توقیف د مهال کیسې له ازادي راډیو سره شریکې کړې. دی چې د اریانا ټلوېزیون د سیاسي خپرونو مسؤل و، د طالبانو له‌خوا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۱مه توقیف شو او درې ورځې یې په بند کې تېرې کړې.

ښاغلي حسرت ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو استخباراتو د دارالامان پر سړک د ټلوېزیون له مخې ونیوه او په وهلو ډبلو یې د ملي امنیت تر دفتره بوته.

ښاغلی حسرت زیاتوي: "پر لاره‌یې چې بولو، توهین او سپکاوی یې کاوه، بدې خبرې یې کولې، ویل‌یې چې تاسو به دې رنجر موټرو کې ډېر ناست وی. ویل یې چې تاسو د پخواني نظام پاته شوني او جاسوسان یئ، لږ مې چې غږ پورته کړ، په لغتو یې ووهلم، زما لاسونه تړلي وو، نو دردونه مې ډېر احساسول."

د اریانا ټلوېزیون د سیاسي خپرونو مخکېنی مسؤل وارث حسرت

حسرت وایي، دی څو ساعته شش درک سیمه کې د ملي امنیت یوه دفتر او بیا سترګې تړلی د بګرام زندان ته ولېږدول شو.

نوموړی د توقیف د لومړۍ شپې یوه کیسه کوي: "زه‌یې د زندان یوه تنګه خونه کې واچولم، په دې سلول ډوله خونه کې تشناب هم و، ماته‌یې د شپې لوبیا او وچه ډوډۍ راوړه، لوبیا خرابه وه او ما ونه‌خوړه. کله چې دوی د لوښو ټولولو پسې راغلل نو ویې‌ویل، ولې دې د مجاهدینو ډوډۍ نه‌ده خوړلې؟ بیا یې په څپېړو ووهلم، پر شا یې په لغتو وهلم، ټولې درې شپې مو په همدې وضعیت کې تېرې کړې، دوی به هر دوه ساعته وروسته راتلل، سپکاوی او ښکنځلې به‌یې کولې."

وارث حسرت درې شپې او ورځې توقیف کې تېرې کړې، خو بې له دې چې جرم یا ګناه‌یې معلومه شي، بېرته خوشې شو.

اسلم حجاب بل افغان خبریال دی چې د طالبانو توقیف‌یې تېر کړی دی، دی که څه هم د شکنجې او ربړونې څه نه‌وایي، خو زیاتوي چې زندان طبعاً ستونزې لري.

افغان خبریال اسلم حجاب

دی وايي: "سترګې یې راته وتړلې، زه‌یې بوتلم، دوه درې ورځې مو ورسره تېرې کړې، طبعاً بندیتوب خپلې ستونزې او مشکلات لري، دغه دوه درې ورځې ما ټیلیفون ته لاسرسی نه‌درلود او کورنۍ مې هم نه‌پوهېده چې زه چېرې یم."

ښاغلی حجاب د رسنیو د ملاتړ له کورنیو او بهرنیو بنسټونو ناراضه دی او وایي ده له ټولو نه د لاسنیوي او له افغانستانه د وتلو غوښتنه وکړه، خو هېڅ یوه بنسټ غوږ پرې ونه‌ګراوه.

دا یوازې دا دوه خبریالان نه‌دي چې تېر یوه کال کې یې د طالبانو د زندان پنجرې کتلي، بلکې ازادي راډیو موندلې چې دې موده کې ۳۴ خبریالان په کابل او ولایتونو کې توقیف شوي دي.

د دې موندنو له مخې پلازمېنه کابل د هغو ولایتونو په سر کې دی چې د یوه کال په ترڅ کې په‌کې ګڼ شمېر، یعنې ۲۰ خبریالان د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

نور ووینئ ...

پر کابل سربېره په هرات کې ۲، فاریاب کې ۴، پکتیا کې ۱، ارزګان کې ۳ او دغه‌راز هلمند، بلخ، کندهار او کاپیسا کې هم یو یو خبریال توقیف شوي دي.

کابل د هغو ولایتونو په سر کې دی چې د یوه کال په ترڅ کې په‌کې ګڼ شمېر خبریالان د طالبانو له‌خوا نیول شوي

د توقیف شویو شمېر ممکن له دې هم لوړ وي، خو مونږ یوازې هغه را اخیستي چې نیول‌یې رسنیز شوي او یا د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی پر خپله وېب‌پاڼه ثبت کړي وو.

  • د خبریالانو ناویلې

مونږ په کابل او ولایتونو کې له لږ تر لږه ۵ نورو توقیف شویو خبریالانو سره هم خبرې وکړې، خو یو یې هم حاضر نه‌و چې د نوم اخیستو په شرط خبرې وکړي.

دوی ویل، که‌یې غږ او نوم خپور شي، ممکن د سر په بیه ورته تمام شي.

یوه خبریال چې مونږ یې خپل غږ نه‌خپروو وویل: "زه د طالبانو په توقیف کې بې‌دلیله شکنجه کېدم، زما په لوڅه پښه به د زندان یو ساتونکی په بوټونو خاته، لاندې به سمنټ ځمکه له پاسه به د زندان د ساتونکي پښه او منځ کې به زما ګوتې وې. ډېر درد راباندې تېرېده. په پلاس‌یې زما د بدن مخصوصو غړو ته شکنجه راکوله، کله به مې چې وپوښتل ګناه مې څه ده، ویل یې ګنا دې چې معلومه شي بیا به ګورو."

یوه بل خبریال وویل: "زه نږدې دوه میاشتې بندي وم، زندان کې مې سپکې سپورې ولیدې، هېڅ ګناه مې نه‌وه، اخر د طالبانو قاضیانو هم ومنله چې بې‌ګناه یم، خوشې یې کړم، خو په زوره‌یې اقرار رانه واخیست چې زه ملامت وم او د بهرنیو په لمسون مې خپرونې کولې."

د فارین پالېسي خبریالې لین اودانېل بیا په زغرده له دوی سره د طالبانو د استخباراتو د ناوړه چلند کیسې رسنیزې کړې.

په دې اړه نور: طالبانو اسټرالیایۍ خبریاله په جاسوسۍ تورنه کړه

هغه چې تېره جولای میاشت کې افغانستان ته تللې وه، وایي د طالبانو استخباراتو د تېر کال د ځینو راپورونو په تړاو ونیوله، څلور ساعته‌یې کېنولې وه او ورته‌یې وویل، که بخښنه ونه‌غواړي، زنداني به شي.

دې خبریالې ۲۰۲۱ کال کې ځینو راپورونو کې ادعا کړې وه چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان په زوره وړې نجونې ځان ته ودوي او یا له هغوی نه د جنسي غلامې په توګه کار اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي هغه مهال وویل، دې خبریالې د شویو ادعاو ثبوت نه‌درلود نو ځکه دوی د بیا فعالیت اجازه ورنه‌کړه.

د خبریالانو ملاتړي بیا وایي، د رسنیو د اصولو له مخې خبریال یا خبریاله نه‌شي کولای چې امنیتي ادارو ته خپلې سرچینې ورپه ګوته کړي.

  • له خبریالانو سره د زورزیاتي نور ډولونه

پر توقیف سربېره د تېر کال د اګسټ له ۱۵مې چې طالبان په‌کې واک ته ورسېدل د سږکال تر همدې نېټې پورې لږ تر لږه ۱۳ خبریالان وهل شوي هم دي.

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو د وهلو عاملین تر ډېره د طالبانو وسله‌وال ځواکونه یادوي.

نور ووینئ ...

پر دې سربېره تېر یوه کال کې درې خبریالان وژل شوي چې یو یې د اریانا ټلوېزیون خبریال حامد سیغانی، بل‌یې د مشرانو جرګې د ټلوېزیون خبریال محمد هارون نیرومند او درېیم یې هم د رها خبري اژانس خبریال علي رضا احمدي و.

حامد سیغاني تېر نومبر کې نامعلومه کسانو وواژه، محمد هارون نیرومند د بې‌وزلۍ له کبله ځان‌وژنه کړې او علي رضا احمدي د کابل هوایي ډګر مخې ته د داعش په خونړۍ حمله کې ووژل شو.

  • د نړیوالو بنسټونو اندېښنې څه دي؟

له خبریالانو سره د شوي زورزیاتي یادونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت یا یوناما په وروستي راپور کې هم شوې ده.

دغه راپور کې چې د تېرې جولای میاشتې په ۲۰مه خپور شو د طالبانو د واکمنۍ په ۱۰ میاشتو کې له خبریالانو سره د ناوړه چلند پېښې ۱۷۳ ښودل شوې دي.

د یوناما په راپور کې د طالبانو د واکمنۍ په ۱۰ میاشتو کې له خبریالانو سره د ناوړه چلند پېښې ۱۷۳ ښودل شوي.

په دغو پېښو کې د ۱۶۳ هغو مسؤلیت د طالبانو د حکومت پر چارواکو اچول شوی دی.

په دغو پېښو کې ۱۲۲ هغه د سملاسي نیول کېدو او توقیف، ۵۸ د ناوړه چلند او ۳۳ هغه د ګواښ او وېرولو دي.

افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو فشار هغه موضوع ده چې د تېر کال په اوږدو کې په وار وار د بې‌پولې خبریالانو، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او بشري سازمانونو له‌خوا ورته اشاره شوې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونو دوی ډېر اندېښمن کړي.

د ګوتو په شمېر یو شمېر نجونې چې له ټلوېزیونونو سره کار کوي، هغوی اړې شوي چې د خپرونو پر مهال باید له سترګو پرته ټول مخ پټ کړي. په کابل کې د طلوع خصوصي ټلوېزیون یوه ویانده چې د طالبانو د محدودیتونو له لګولو وروسته‌یې په ماسک خپل مخ پټ کړی.

اغلې عباس وايي: "یوه موضوع چې د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په جدي ډول او له نږدې تعقیب کړې هغه پر ازادو رسنیو محدودیت دی، افغانستان کې خبریالان شکنجه شوي او دغه‌راز پر تفرېحي پروګرامونو پراخ بندیزونه لګول شوي دي، د دې ترڅنګ ښځې هم رسنیو کې له کار کولو منعه شوي دي."

د ګوتو په شمېر یو شمېر نجونې چې له ټلوېزیونونو سره کار کوي، هغوی اړې شوي چې د خپرونو پر مهال باید له سترګو پرته ټول مخ پټ کړي.

  • طالبان له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه څه وایي؟

ازادي راډیو له خبریالانو سره د دغه زورزیاتي قضیې د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره شریکې کړې.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، دوی د رسنیو له مسؤلانو سره په پرله‌پسې ډول د همغږۍ غونډې جوړوي او هغوی ته د ازاد فعالیت ډاډ ورکوي.

کریمي تأییدوي چې د دوی استخباراتو او وسله‌والو کسانو یو شمېر خبریالان توقیف کړي، خو نوموړی وایي د توقیف شویو خبریالانو قضیې د هغوی په رسنیز کار پورې تړلې نه‌وې.

دوه تنه افغان خبریالان چې د یوه لاریون د پوښښ پر مهال د طالبانو له‌خوا وهل شوي وو.

ده وویل: "د استخباراتو او کشفي ارګانونو له لوري څخه یوازې هغه کسان تعقیبېږي چې د هغوی کړنې له رسنیو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره هېڅ تړاو نه‌لري، هغه یوازې له ملي امنیت سره اړوند وي، دا خو بیا د هغو ارګانونو حق جوړېږي."

خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایي، استخبارات په هېڅ صورت حق نه‌لري چې حتی په شخصي مسایلو کې هم خبریالان تعقیب کړي.

دوی وایي، که چېرته کوم خبریال شخصي قضیه هم ولري، باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د هغه قضیه تعقیب شي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې ویاند پروېز امین‌زاده وایي، که پر رسنیو او خبریالانو فشارونه همداسې دوام کوي، ممکن ډېرې ازادې رسنۍ بندې شي.

په افغانستان کې د یوې خصوصي ټلوېزیوني شبکې یوه برخه چې یو شمېر افغان رسنۍ په‌کې څارل کېږي

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د رسنیو له ارګانونو او ژورنالېستانو سره د چلند په برخه کې هغه ژمنې عملي کړي چې دوی ته‌یې ورکړې دي.

ښاغلی امین‌زاده وايي: "د اسلامي امارت په راتګ او پر افغانستان د دوی له واکمنۍ راوروسته ډېر زیان رسنیو او خبریالانو ګاللی، دا د خلکو له سترګو پټ هم نه‌دي، موږ همدې تجربو ته په کتو ویلی شو چې د افغانستان رسنۍ به ښه، روښانه او له وېرې پرته راتلونکې ونه‌لري."

د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان کې نږدې ۷۰ سلنه غږیزې، انځوریزې او چاپي خپرونې له فعالیته غورځېدلي او ګڼ شمېر خبریالان بې‌دندو شوي دي.

افغانستان کې نږدې ۷۰ سلنه غږیزې، انځوریزې او چاپي خپرونې له فعالیته غورځېدلي

په افغانستان کې د رسنیو او خبرخونو یو شمېر مسؤلان وایي، اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن شوی، خبریالان د مظاهرو او جګړو د راپورونو په خپرولو کې تر فشار لاندې وي او هېڅ خبریال او ویاند په زغرده او ازاد ډول د طالبانو چارواکي نه‌شي پوښتلی.

په دې اړه نور: کابل کې د امريکا د هوايي بريد له افشا کېدو وروسته؛ خبريالان: طالبانو مالوماتو ته لاس رسی محدود کړی

د خبریالانو مسؤلان او ملاتړي بنسټونه وایي، طالبان دې ژر تر ژره توقیف شوي خبریالان خوشې او نورو خبریالانو ته دې د ازاد فعالیت ډاډ ورکړي.

مشهور یوټیوبر اجمل حقیقي، په هرات کې ازاد خبریال خالد قادري، دایکنډي کې د افتاب راډیو مسؤل مرزا حسني، د ګردېز غږ راډیو مسؤل جمال‌الدین دلدار او په کاپیسا کې د پژواک خبریال عبدالحنان محمدي هغه ژورنالېستان دي چې تر اوسه هم د طالبانو په بند کې دي.