د اکټوبر اوومه نېټه په افغانستان کې پر طالبانو د امریکا او د هغه هېواد د متحدانو د برید له ۲۰مې کلیزې سره برابره ده.
دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې بهرني ځواکونه له دغه هېواده وتي او طالبان بیاځلي واکمن شوي دي.
په دغو تېرو ۲۰ کلونو کې زرګونه امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې مېشت و او په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مهم پرمختګونه وشول.
د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه نېټه د طالبانو د هغه وخت پر واکمنۍ د امریکايي الوتکو بمباري
- د کارپوهانو له نظر د افغانستان تېر ۲۰ کلن وضعیت
یو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې په امنیتي، سیاسي، اقتصادي، زدهکړو او د بشري حقونو په برخه کې مهم پرمختګونه درلودل، خو لکه څنګه چې لازمه وه ورنه ساتنه ونهشوه.
دوی زیاتوي، د نړیوالې ټولنې د ناسم مدیریت له امله طالبان بیا ځلي افغانستان کې واک ته ورسېدل او یادو برخو کې د پرمختګونو لویه برخه لهمنځه ولاړه.
د نړیوالو اړیکو پوه جاوېد مومند د بنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۵» ازادی راډیو ته وویل: "په اقتصادي، پوځي، سیاسي او فرهنګي برخو کې ډېر بدلون راغلی، خو دا چې بیاځلي ولې طالبان واک ته ورسېدل، د دې لوی لامل د مخکېني نظام ناسم سیاسي مدیریت و. نړۍ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات ونهتوانېدل چې وضعیت په سم ډول مدیریت کړي."
ارشیف، ۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د افغانستان د وخت ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش ترمنځ لیدنه.
ښاغلی مومند زیاتوي، اوس د دې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات د افغانستان خلک هېر نهکړي، د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو هڅه وکړي او په دې هېواد کې له بېوزلۍ سره مبارزه وکړي.
په افغانستان کې د امریکا له برید او د طالبانو د لومړي ځل رژیم ړنګېدو وروسته، نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا د دې هېواد په سیاسي، اقتصادي، پوځي او امنیتي برخو کې میلیاردونه ډالر پانګونه وکړه.
په تېرو ۲۰ کلونو کې د ښوونې او روزنې، ښځو، بشري حقونو، روغتیا، بیارغونې او د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول. د دې تر خوا له افغانستان سره د نړیوالو مرستې هم د یادونې دي، خو له ۲۰ کلونو وروسته، داسې مهال چې له افغانستانه بهرني عسکر وتلي، امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او دې وضعیت د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو ترڅنګ عام افغانان هم سخت اندېښمن کړي دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰مه د امریکا پوځي وروستی سرتېری له افغانستانه د وتلو پر مهال
- د ځینو افغانانو له نظر د افغانستان تېر ۲۰ کلن وضعیت
د کابل اوسېدونکي سالم ازادي راډیو ته وویل، افغانان په یو بېبرخلیک حالت کې ژوند کوي او له یوه داسې حالت سره مخ دي چې تېرو ۲۰ کلونو کې یې نهو لیدلی.
سالم وايي: "موږ له نړیوالې ټولنې او ناټو پوښتنه کوو، تاسې تېرو ۲۰ کلونو کې دلته څه وکړل، د خلکو د ژوند د ارامۍ لپاره مو کوم بنسټیز کار وکړ؟ نن افغانان په بېوزلۍ او بدبختۍ کې ژوند تېروي او هغه وضعیت سره یو ځل بیا مخ دي چې ۲۰ کاله وړاندې یې لیدلی و."
د بغلان اوسېدونکی نورالله وايي، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره فکر کوي، هر څهیې بایللي دي.
ده وویل: "زه نهیلی یم. زدهکړې مې کړي، خو اوس ګورم چې راتلونکی مې مخ په خرابېدو دی. د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو سره هر څه مخ په ځوړ دي او موږ یې د مخنیوي لپاره څه نهشو کولای."
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي مأموریت پر مهال د متحده ایالاتو نږدې ۲،۵۰۰ عسکر د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په بریدونو کې ووژل شول او د ناټو سرتېرو ته هم مرګژوبله واوښته.
د یوه امریکايي سرتېري مړی چې په افغانستان کې وژل شوی دی.
د افغانانو مرګژوبله بیا له دې څو برابره لوړه ده.
- د طالبانو بیا واکمنېدل او د نړۍ غبرګون
نن چې په افغانستان کې پر طالبانو د امریکا په مشرۍ د ناټو د برید ۲۰ کاله تېرېږي، بهرني پوځیان له افغانستان وتلي دي او طالبان بیا پر دې خاورې واکمن دي.
خو لا یې حکومت نړیوالې ټولنې په رسمیت نهدی پېژندلی او د دې کار لپارهیې یو شمېر شرایط مطرح کړي دي. د یوه ټولګډونه حکومت جوړول، د بشر په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی او له ترهګرۍ سره مبارزه د دې شرطونو له مهمو هغو شمېرل کېږي.
طالبان د نړیوالې ټولنې له فشار سره هم مخ دي.
ملګرو ملتونو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو د دې سازمان په وروستۍ غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زدهکړو، د ښځو د کار او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړوند خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.
د ملګرو ملتونو وروستۍ عمومي اسامبلې ته د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن وینا او د افغانستان په اړه دریځ
طالبانو په ځلونو ویلي، خپلو ټولو هغو تعهداتو ته ژمن دي چې له نړیوالې ټولنې سرهیې کړي، خو په عمل کې دا ژمنې لا هم تر پوښتنې لاندې دي.
د دې ترځنګ افغانستان اوسمهال له یو بد اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت سره مخ دی. کارپوهان د دې وضعیت یو لامل له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو په اړیکو کې ستونزه بولي.
د طالبانو د ښو اړیکو د جوړېدو لپاره یوه مهمه خبره له نړیوالې ټولنې سره سیاسي تعامل دی چې یوه مهمه برخهیې په خپل حکومت کې د ټولنې نورو برخو ته د واک سپارل دي، خو دوی تر اوسه یوازې خپلو نږدې کسانو او پلویانو ته په دولتي دندو د ګمارل کېدو په برخه کې لومړیتوب ورکړی دی.