د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

لاوروف: ګڼ هېوادونه پر دې کار کوي څو طالبان خپلو ژمنو عملي کولو ته وهڅوي


طالب مشران
طالب مشران

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، ګڼ هېوادونه پر دې کار کوي چې د طالبانو مشران د دوی د ژمنو عملي کولو ته وهڅوي.

سرګي لاوروف د شنبې په ورځ وویل، د روسیې، چین، پاکستان او امریکا مشران غواړي طالبان داسې حکومت جوړ کړي چې د ټولو استازیتوب وکړای شي.

د ده په وینا، دغه هېوادونه غواړي طالبان له افغانستانه د افراطیت د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم اقدامات وکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي قشرونو استازیتوب نه کوي. 

د روسیې د بهرنیو چارو سرګي لاروف وايي، روسیه، چین، پاکستان او د امریکا متحد ایالاتونه په خپلو کې د طالبانو په مسئله کې په تماس کې دي.

د ده په خبره د درېیو هېوادونو: روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو په وروستیو کې قطر او بیا کابل ته هم سفر وکړ چې هم د طالبانو له استازو او هم له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره وګوري.

د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هېوادونه غواړي طالبان له افغانستانه د افراطیت د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم اقدامات وکړي.
د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هېوادونه غواړي طالبان له افغانستانه د افراطیت د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم اقدامات وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو سرپرست حکومت د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي قشرونو استازیتوب نه کوي.

طالبانو خپله سرپرسته کابینه د سېپټمبر پر اوومه اعلان کړه چې یوه ښځه هم په کې نه شته او د کابینې پر جوړښت انتقادونه شوي دي.

دغې ډلې ویلي، دا کابینه سرپرسته ده چې وروسته به په کې یو لړ بدلونونه راوستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي خبرداری ورکوي، که پر دوی فشارونه دوام وکړي، له دې وضعیته به هغه کسان ګټه واخلي چې ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولای شي.

طالبانو د نورو مسایلو تر څنګ د یوه ټول­ګډونه حکومت د جوړولو ژمنه کړې، د هغه حکومت په نسبت چې دوی له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې درلود ډېر منځلاری وي، د ښځو د حقونو درناوی به کوي او تر ۲۰ کلنې جګړې وروسته به ثبات برابروي، د ټرورېزم پر وړاندې به مبارزه کوي او افراطي وسله والو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د حملې لپاره کار واخلي.

خو د طالبانو وروستي اقدامات ښيي چې دوی بېرته جابرانه سیاستونو ته مخه کړې ده، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: "مهمه موضوع دا ده چې طالبان خپلې هغه ژمنې چې په عامه یې کړې وې، پرځای کړي چې دا زموږ لپاره مهم لومړیتوب دی."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

سرګي لاوروف لومړی یوه خبري کنفرانس او وروسته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن پر اداره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتلو له کبله انتقاد وکړ.

لاوروف زیاته کړه چې امریکایي او ناټو ځواکونه د عواقبو له سنجولو پرته له افغانستانه ناببره ووتل چې زیاتې وسلې او مهمات یې هم هلته پاتې شول. د ده په وینا دا مهمه ده چې دغه وسلې د تخریبي اهدافو لپاره ونه کارول شي.

له تېرې سې­شنبې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه روانه ده چې تر اوسه د نړۍ ګڼو رهبرانو د افغانستان پر موضوع هم په کې بحث کړی دی.

د طالبانو کوم استازی به دا اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې حضور ونه لري.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د سبا دوشنبې لپاره د افغانستان په استازیتوب د وینا لپاره د پخواني حکومت د استازي غلام محمد اسحاقزي نوم لیکل شوی دی.

طالبانو تېره اوونۍ وویل، دوی غواړي په قطر کې د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړي او طالبانو ته دې هم په عمومي غونډه کې د وینا وخت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG