د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

عمران خان: د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني


ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان (مخامخ)، یو شمېر پاکستاني چارواکي (ښی) او د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا د مرستیال ملا برادر په شمول یو شمېر طالب چارواکي (کین)
ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان (مخامخ)، یو شمېر پاکستاني چارواکي (ښی) او د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا د مرستیال ملا برادر په شمول یو شمېر طالب چارواکي (کین)

پاکستان چې د طالبانو تر ټولو نږدې ملاتړی بلل کېږي، صدراعظم‌یې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو به مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني.

عمران خان د ترکیې له حکومتي رسنۍ "ټي‌ارټي" سره مرکه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې په هېوادونو هم غږ کړی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره یوه ګډه پالېسي جوړه کړي.

ښاغلي خان ویلي، که پاکستان په یوازې ځان د طالبانو رژیم ته رسمیت ورکړي، ډېر اغېز به ونه‌لري، خو هغه په دې برخه کې د امریکا، اروپايي ټولنې، چین او روسیې پرېکړه مهمه بولي.

عمران خان زیاته کړه: "زموږ حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره مشوره کوو چې کله د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو. که چېرې پاکستان په یوازې ځان طالبان په رسمیت وپېژني، ډېر اغېز به ونه‌لري. اړینه دا ده چې امریکا، اروپايي ټولنه، چین او روسیه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني."

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم پر امریکا هم غږ کړی چې اوس یا هم په ځنډ، په افغانستان کې د طالبانو به مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني.

عمران خان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په بشري مرستو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، که چېرې دا مرستې بندې شي، نه‌یوازې دا چې په دې هېواد کې به یو بحران پیل شي، بلکې د طالبانو سرپرست حکومت به هم سقوط وکړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، پاکستاني چارواکو په لوړه کچه څو څو ځله له نړۍ څخه د طالبانو په رسمیت پېژندو غوښتنه تکرار کړې، خو لا هيڅ یوه هېواد په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته مشروعیت نه‌دی ورکړی.

د طالبانو په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې شرطونه روښانه دي.

د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول، ترهګرۍ سره مبارزه، د بشر په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی.

طالبان بیا د عمران خان د تازه څرګندونو په اړه څه نه‌وايي، خو له دې وړاندې یې ډېرو ویاندویانو د پاکستاني چارواکو له دې ډول نظریاتو هرکلی کړی او دا څرګندونې یې له دوی سره د پاکستان خواخوږي بللې ده.

طالبان بیا په نړیواله کچه د خپل حکومت رسمي کېدل، خپل حق بولي.

اوونۍ وړاندې د طالبانو په مشرۍ حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، له ډېرو هېوادونو سره د دوی د حکومت په رسمیت پېژندو لپاره خبرې شوي او ژر به یو شمېر هېوادونه د دوی رژیم په رسمیت وپېژني.

د طالبانو په مشرۍ حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو په مشرۍ حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

خو له هغې نېټې تر ننه د پاکستان په ګډون هېڅ یوه هېواد په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته رسمیت نه‌دی ورکړی.

د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره یوه بله موضوع له ګاونډیانو او نړۍ سره د ښو اړیکو پالل دي، خو په وروستیو کې ښکاري چې له تاجکستان سره د دې ډلې اړیکې ترینګلې شوي.

که څه هم طالبان دا نه‌مني چې ګنې له تاجکستان سره ستونزه لري، خو پاکستانۍ ډان ورځپاڼه لیکي، عمران خان هڅه پیل کړې چې د تاجکستان او طالبانو ترمنځ روانه کشاله کې منځګړیتوب وکړي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې ولیکل "عمران خان او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان ټیلیفوني خبرې کړي او پر افغانستان هم غږېدلي دي."

د طالبانو او تاجکستان ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ یوه موضوع د پنجشېر جګړه ده. تاجکستان وايي، هلته بشر ضد جنایات شوي، خو طالبان دا خبره ردوي.

د دې ترځنګ د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، خو د طالبانو یو شمېر غړو له رسنیو سره په خپلو مرکو کې د تاجکستان دریځ، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG