د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د غزني د جګړې له امله زرګونه بېځایه شویو کورنیو ته د مرستو لړۍ پیل شوې ده.
د دې وزارت ویاند اسلامالدین جرأت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» ازادي راډيو ته وویل چې پهدې ولایت کې د وروستیو جنګ جګړو له امله دوه لکه او ۷۰ زره کسان بېکوره شوي چې د دوی د څېړنو له مخې ۲۱ زرهيې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلی جرأت وايي چې په تېرو څو ورځو کې نږدې اته زره کورنیو ته لومړنۍ بشري مرستې رسېدلي او تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به نورو ته هم مرستې ورسېږي.
دی زیاتوي:
"تقریباً دوه لکه او ۷۰ زره کسان زیانمن شوي دي، موږ چې کله خپله سروې بشپړه کړه ۲۱ زره کسانيې بېړنیو بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې سره میاشت، «ډبیلو. اېف. پي» او «یو. اېن. اېچ. سي. ار» ورته مرستې رسولې دي او نور مرسته کوونکي بنسټونه چې زموږ سروې ته په تمه وو، هغوی به په همدې اوونۍ کې خپلې مرستې پیل کړي او دغه ۲۱ زره کسانو ته به مرستې ورسېږي."
دا پهداسې حال کې ده چې تازه په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په یو راپور کې ویلي چې د غزني په جګړه کې دوه لکه او ۱۰ زره کسان بېکوره شوي دي.
په دې اړه نور: په غزني کې د سرې میاشتې د مرستو د وېش لړۍ دوام لريپهدې راپور کې راغلي چې که څه هم غزني بېرته خپل پخواني حالت ته راګرځېدلی، خو داخلي بېځایه شوې کورنۍ يې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه راپور پر بنسټ د خوړو نړیوال سازمان او د افغاني سرې میاشتې ټولنې اته زره او ۶۰۰ دغو کورنیو ته لومړني خوراکي مواد هم رسولي دي.
په دې اړه نور: دافغانستان سره میاشت : موږ د غزني په ښار کې ۲۰۰ جسدونه را غونډ کړي ديغزني ښار شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد و.
د طالبانو او حکومتي ځواکونو پهدغه جګړه کې چې پنځه ورځې يې دوام وکړ، سلګونه کسان ووژل شول، د ښار یوه برخه وسوځېده او زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې.
په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي مني چې دغه داخلي بېځایه شویو کورنیو سره مرستې پیل شوي، خو دوی وايي چې حکومت باید خلکو ته د امنیت د تأمین ډاډ ورکړي، څو بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.
د دغه شورا یو غړی حمیدالله نوروز وايي:
"دستي یو شمېر مرستې رسېدلي او وېشيې پیل شوی دی، خو زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت باید د خلکو اعتماد خپل کړي، امنیتي ځواکونه پوستې جوړې کړي، امنیتي کمربندونه جوړ شي، ولسوالیو ته د ورغلو لارو امنیت ونیول شي او مرسته کوونکي ځواکونه ژر تر ژره د وسلهوالو پر ضد خپل تصفیوي عملیات پیل کړي چې خلک به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي."
ښاغلی نوروز وايي چې لا هم خلک پهدې ښار کې د وسلهوالو طالبانو د بیا ځلي حملې له وېرې کډې کوي او خپلې سیمې پرېږدي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او د غزني د امنیتي چارواکو نظر هم ولري، خو له ډېرو هڅو سره سره هم ونهتوانېدو، خو د تېرې جمعې په ورځ د دې ولایت د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته ویلي و چې د غزني د مرکز په ټولو سیمو کې تصفیوي عملیات جریان لري.
ښاغلي نوري ویلي و چې د غزني په ښار کې د زیات شمېر ملي اردو او پولیسو پوستې ځای پر ځای شوې دي.
په دې اړه نور: وکیلان: طالبان د سرپل پر مرکز د پراخې ډلهییزې حملې پلان لريپه همدې حال کې د کډوالو په برخه کې افغان څېړونکی ولي محمد کنډیوال له حکومته غوښتنه کوي چې باید په دا شان حالاتو کې د مرستې رسولو لړۍ چټکه او بېځایه شوې کورنۍ د جدي ستونزو سره له مخ کېدو وژغورل شي.
راپور: اکرامالله اکرام