د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د غزني اوسېدونکي: حکومت دې ددغه ښار امنیتي کمربند بېرته جوړ کړي


که یوې خواته په غزني کې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د ښار لومړی امنیتي کمربند مات او د ښار منځ ته یې جګړه ورسوله، نو بلې خوا ته ځایي خلک وايي، که دولت بېرته دغه کمربند جوړ او مضبوط نه کړي پر ښار یو ځل بیا درنې جګړې وېره ده.

په غزني کې دولتي چارواکي او ولسي خلګ وايي، که مرکزي دولت د دغه ولایت امنیتي کمربند جوړ نه کړي، نو بیا به هم د تېر په څېر دغه ولایت د وسله والو د برید ښکار کېږي.

دوی وايي، د ولسوالیو لارې یې له مرکز سره تړلې، ډېری ولسوالۍ یې سقوط او د ولایت زیاته برخه یې له جګړو سره مخ ده چې بهرني وسله وال په کې مېشت دي.

هغوی د افغانستان وضعیت په غزني پوري تړي او وايي، که دغه ولایت امن وي نو ټول هېواد ورسره امن کېدای شي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي:

"د غزني په تېره جګړه کې د سیمې د استخباراتي کړیو لاس وو او دغه کړۍ بیا هم غواړي چې د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ پر غزني دا ډول برید ترسره کړي، خو که د دغه ولایت ښاري امنیتي کمربند جوړ نه شي، نو بیا په کې د سترې غمیزې ویره لیدل کېږي."

غزني ښار تر جګړې وروسته
غزني ښار تر جګړې وروسته

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان هم تېره اوونۍ غزني ته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په سفر کې ولسي خلکو ته په وینا کې وویل:

"که غزنی د لومړۍ درجې ولایت دی، خو نه دولت ورته توجه کړې او نه یې هم د لومړۍ درجې ولایت امتیازات او تجهیزات ورکړي، چې تر څو پورې دغه کار همداسې پاته وي ولسوالۍ به یې سقوط او ولسونه به یې په جګړو کې راګیر وي."

که غزنی په هېواد کې د دولت او وسله والو مخالفینو لپاره یو ستراتیژیک اهمیت لري، نو دیني عالم مولوي حکیم الله د هېواد سوله په غزني پوري تړي او وايي:

"تر څو پوري چې په غزني کې مشکلات وي تر هغې پورې به هېواد همداسې په مشکل کې راګیر وي، دی وايي دولت دي غزني ته پام واړوي."

غزني ښار تر جګړې وروسته
غزني ښار تر جګړې وروسته

که تېره اوونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم غزني ته په لنډ سفر کې له غزني مېشو قومونو سره د امنیت د ټینګښت او دغه ولایت ته د لومړۍ درجې ولایت د امتیازاتو او امکانانو د ورکولو ژمنه وکړه، خو د دې ترڅنګ په غزني کې ولسي خلک هم له دولت څخه غزني ته د پام اړولو غوښتنه کوي او وايي، څوارلس کاله په جګړو کې ګیر او سخت ژوند تېروي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG