د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۵۴

دفاع وزارت: په ځینو ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي


وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت مشروط اوربند ته مثبت ځواب ورنه کړ، د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د اختر په ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو له لوري په ځینو ولایتونو کې تصفیوي عملیات روان دي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دا عملیات به تر هغې دوام پيدا کړي، څو وسله وال طالبان د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند قبول نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"د ولسمشر له دستور سره سم، ترهغې چې طالبانو اوربند ته مثبت ځواب نه وي ورکړی، امنیتي ځواکونه به پلان شوي عملیاتو ته دوام ورکوي، د امهال د امنیتي ځواکونو له لروي په، ننګرهار، پکتیا، غزني، ارزګان، کندهار او کندز کې تصفیوي عملیات روان دي."

که څه هم ښاغلي جاوید په جګړه کې دواړو غاړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل دغه عملیات په هغو سیمو کې ترسره شوي چې د وسله والو مخالفینو تحرکات په کې زیات و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د خپلواکۍ د ۹۹ کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډې کې له وسله والو طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ.

له دې نه یوه ورځ وروسته د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري وویل که وسله وال طالبان اوربند وکړي، د افغان حکومت اعلان شوی اوربند به نافذ شي او کنه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکړل شوی چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اختر په ورځو شپو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبره کړې وه، خو د اختر په لومړۍ ورځ یوشمېر وسله والو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څو راکټونه وتوغول.

حملات راکتی در روز نخست عید در کابل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د پوځي چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې جګړه مناسب کار نه ده او په جګړه کې ښکېلې خواوې دې هڅه وکړي په دغو مبارکو ورځو کې په خپلو کې جګړې ونه کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمد اګل مجاهد وايي کله چې جګړه کې ښکېلې خواووې جګړه کوي، باید له ډېر دقت نه کار واخلي، څو ملیکانو ته زیان ونه رسېږي:

"زه د اختر په ورځو کې د عملیاتو مخالف یم، خو که بیا هم عملیات کېږي، باید له ډېر دقت نه کار واخیستل شي، څو ملیکانو ته زیان ونه رسېږي، پرېږدئ چې افغان ولس د ارامۍ ساه واخلي او خپل اختر په خوشحالیو کې تېر کړي."

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي د جګړې دواړې غاړې دې د اختر په ورځو شپو کې له درنو بمباریو او همداشان د ملیکانو په کورنیو کې له سنګر نیولو نه ډډه وکړي.

نوموړی همدارنګه سپارښتنه کوي چې وسله والو مخالفین دې فعالیتونه نه کوي اوربند دې مراعت کړي حکومت هم باید عملیات ونه کړي، څو بین الافغاني خبرو ته لاره خلاصه شي په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG