د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

طالبانو تر اوسه د اوربند په وړاندې خپل رسمي دریځ ندی څرګندکړی


که څه هم د لوی اختر په مناسبت د افغانستان د حکومت له خوا په مشروط ډول د درې میاشتني اوربند په وړاندې وسله والو طالبانو تراوسه خپل رسمي دریځ ندی څرګندکړی خو رسنیو د دې ډلې د یوشمیرقومندانانو په حواله ویلي چې د طالبانو مشرملا هبټ الله اخوند زاده دا ځل د اوربند له اعلانولو ډډه کړې ده.

افغان ولسمشراشرف غني د تیرې یکشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو د ۹۹ کلیزې په مناسبت مراسمو ته په وینا کې اعلان وکړچې د افغاني ټولنې د مختلفو لورو په غوښتنه او سلامشورې یوځل بیا د لوی اخترپه مناسبت د درې میاشتو لپاره په دې شرط اوربند اعلانوي چې طالبان هم اوربند وکړي او هغې ته غاړه کښیږدي.

خو د وسله والو طالبانو څو قومندانانو رویترز او فرانسپرس خبري آژانسونو ته ویلي چې له مخکیني د کوچیني اخترپه مناسبت له اعلان شوي درې ورځني اوربند څخه یواځې امریکایي ځواکونو ګټه پورته کړي او دا ځل د طالبانو مشرملا هبټ الله اخوندزاده د اوربند له اعلانولو ډډه کړې.

طالبانو څو قومندانان: له مخکیني اوربند څخه یواځې امریکایي ځواکونو ګټه پورته کړي

د طالبانو یوه قومندان رویترز ته د خپل نوم نه ښودولو په شرط ویلي چې زموږ مشرتابه داسې احساس کوي چې که په اوس وخت کې بیا اوربند اعلان کړي هغه به په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالوپوځیانو د حضور له دوام سره مرسته وکړي.

په مخکیني کوچیني اخترکې وسله والو طالبانو درې ورځنۍ او افغان حکومت هم پنځه ورځنۍ اوربند اعلان کړی چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

په مخکیني کوچیني اخترکې وسله والو طالبانو درې ورځنۍ او افغان حکومت هم پنځه ورځنۍ اوربند اعلان کړی چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو
په مخکیني کوچیني اخترکې وسله والو طالبانو درې ورځنۍ او افغان حکومت هم پنځه ورځنۍ اوربند اعلان کړی چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو

د لوی اخترپه مناسبت وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې یواځې دومره ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ګډون لږترلږه پنځه سوه بندیان خوشې کوي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند پیژني رویترز ته ویلي چې دوی به هغه سرتیري او پولیس چې په دې وروستیو کې یې په درې ولایتونو کې په نښتو او جګړو کې نیولي خوشې کړي.

په پاکستان کې دیره د طالبانو یوه مهم مشر فرانسپرس ته ویلي چې که د طالبانو مشرتابه رسمي اوربند هم اعلان نکړي د لوی اخترپه شپو ورځو کې به په یوشمیرولایتونو کې خپل پوځي فعالیتونه محدود کړي. خو د افغان ولسمشرویاند هارون چخانسوري د دغو راپورونو په غبرګون وویل چې دا د حکومت لپاره د منلو وړنده.

د افغان ولسمشرویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشرویاند هارون چخانسوري

ښاغلي چخانسوري چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د افغان ولسمشرله خوا د اعلان شوي اوربند د شرطونو په اړه رسنیو ته نورمعلومات ورکول پردې ټینګاروکړچې داځل د حکومت له خوا اعلان شوی اوربند یواړخیز ندی بلکه مشروط دی او حکومت به دغه اوربند ته یوازې هله غاړه کښیږي او پوځي عملیات به ودروي چې طالبان په رسمي ډول له خپل لوري اوربند اعلان کړي.

چخانسوري: که طالبان اوربند اعلان نکړي د هغوی په وړاندې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پوځي عملیات دوام وکړي

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې که طالبان اوربند اعلان نکړي د هغوی په وړاندې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پوځي عملیات دوام وکړي.

د افغانستان په لانجه کې ښکیلو مهمو لوبغاړو، امریکا، ناتو او ملګروملتونو د افغان ولسمشرله خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او پرطالبانو یې هم غږکړی چې ورته اوربند اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG