د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۵۲

غني: هغه ډلې چې پر وینې توېیدنې باور لري د افغانانو اراده نشي بدلولای


د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه ډلې چې لا هم په جګړه او وینې توېیدنې باور لري په زیان کې دي او په دې سره نه شي کولای د افغانانو ارادې بدلې کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته د دغه اختر مبارکي وویله.

ښاغلي غني له لمانځه وروسته په یوه لنډه وینا کې د اوربند او د سولې پر مسلو بحث وکړ.

ښاغلي غني وویل چې دا اوربند مشروط دی او هغه وخت نافیزېږي چې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان کړي.

همدا شان د ولسمشر د وینا پر مهال د کابل پر ښار د یو شمېر راکټونو د توغولو غږونه هم واورېدل شول چې ښاغلي غني ورته په خپلو خبرو کې هم اشاره وکړه:

"موږ مشروط اوربند اعلان کړ په دې خاطر چې دواړه طرفه اووسي، خو ټولې هغه ډلې چې په توطئه او وینې توېیدنې باور لري نو نن به داسې کارونه وکړي چې خلک به نارامه کړي،که دوی فکر کوي چې په راکټي حملو په کولو به موږ سر ښکته کړو باید دوباره فکر وکړي."

ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د هېواد د خپلواکۍ د ګټلو د ۹۹ یمې کلیزې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د وسله‎ والو طالبانو پر وړاندې په مشروطه توګه د درې میاشتني اوربند اعلان وکړ.

ښاغلي غني ویلي د وسله والو پرضد د حکومت اوربند هغه وخت نافذیږي تر هغې چې وسله وال طالبان اوربند اعلانوي.

که څه هم طالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند په اړه خپل دریځ نه‎دی په ډاګه کړی، خو رویټرز خبري اژانس د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده د ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا اعلان شوی اوربند رد کړی دی.

یو طالب قوماندان د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په کوچني اختر کې اعلان شوی اوربند د امریکايي ځواکونو په ګټه تمام شو او دوی بیا نه غواړي اوربند وکړي.

له دې وړاندې د تېر کوچني اختر په ۵ ورځو کې اوربند چې وروسته تمدید شو هم افغان ولسمشر د وسله والو طالبانو پرضد اوربند اعلان کړی وو چې په مقابل کې يې وسله والو هم درې ورځنی اوربند کړ چې د عامو خلکو له تاوده هرکلی سره مخ شو.

د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند او د خلکو نظرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته دا هم وویل چې د وسله والو طالبانو پرضد د حکومت له اوربنده په ملي او نړیواله کچه ملاتړ شوی دی.

افغان ولسمشر د لوی اختر له لمانځه وروسته وویل چې د اسلامي نړۍ نږدې درې زره دینې عالمانو په وروستیو کې فتوا ورکړه چې د افغانستان جګړه انتحار او انفجار هېڅ دینې توجه نه لري.

نوموړي همدا شان وویل چې د وروستیو نظر پوښتنو پر اساس په سلو ۹۳ افغانان په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زموږ اقدامات د اسلامي نړۍ د عالمانو د متفقې اجماع په اساس ترسره شول، ۲۹۰۷ دینې عالمانو د اندونیزیا، مکې او د ټولو اسلامي مرکزونو فتوا دا په ډاګه کوي چې د افغانستان جنګ، انتحار او انفجار هېڅ دینې توجیه نه لري."

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري تېره ورځ ویلي چې که وسله وال طالبان اوربند ونه کړي د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري به د دغه ډلې پرضد عملیات دوام ولري.

د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او ملګرو ملتونو هم د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او له وسله والو طالبانو يې غوښتنه کړې چې بالمثل ګام واخلي.

راپور: اکرام الله اکرام

د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

XS
SM
MD
LG