د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل


د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

د اختر له لمانځه وروسته محمد اشرف غني خلکو ته د اختر مبارکي ویله چې د شااوخوا لسو راکټونو غږ ووارېدل شو. د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه پېښه کې دوه کسان سطحي ټپیان دي او وسله وال د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي چې په خبره یې یو تن وسله وال له منځه تللی د. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ حوزه کې د وسله والو ډله ییز برید د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد تر دامهاله ددغه حملې او راکټي بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. ویډیو: ابراهیم صافی او تمیم اخګر اېدیټ: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG