د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

سروې: ۹۹ سلنه افغانان له طالبانو سره د دایمي اوربند غوښتونکي دي


د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د یوې تازه خپرې شوې سروې پایلې ښیي چې ۹۳ سلنه افغانان له وسله والو طالبانو سره د دایمي اوربند غوښتونکي دي.

دغه سروې چې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د افغان ښځو شبکې او صلاح کنسرسیوم له خوا ترسره شوې ۹۳ سلنه پوښتل شویو کسانو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د داېمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د سروې مسؤل مرتضی حقیقت د شنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:

"یاده سروې، په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۷۲۵ کسانو سره د مرکو له لارې شوې ده، په سروې کې ۹۳ سلنه کسانو له وسله والو طالبانو سره د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده، خو ۷ سلنه نور د اوربند پلوي نه دي، موږ د راپور پایلې له حکومت او سولې عالي شورا سره هم شریکوو."

د دغې سروې پایلې ښیې چې له هرو لسو کسانو اته تنه د سولې ټینګښت ته هیله من دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل مرګوني برید، پر غزني د طالبانو ډله ییزې حملې او په بغلان کې د طالبانو په لاس د افغان سرتېرو وژنې د اوربند د ټینګښت هیلې ماتې کړې دي.

د کوچني اختر اوربند
د کوچني اختر اوربند

حتا د اختر په ورځو کې هم د خلکو تر منځ د اوربند هیلې مړاوې کړې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماوو شورا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتونکي دي.

ښاغلي خلیلي په دې اړه په خپل یو ځانګړي پیغام کې هېله څرګنده کړې چې دواړه لوري په دې اړه مثبت ځواب ورکړي.

د افغانستان په ۱۷کلنه جګړه کې د لومړي ځل لپاره په تېر کوچني اختر کې دواړو لورو موقت اوربند اعلان کړی و چې ولسونو یې هم تود هرکلی وکړ.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کارپوهان له دې ډلې یونس فکور د خلکو له دې نظر پوښتنې ملاتړ کوي وايي، افغانان له جګړې ستړي شوي او د دایمي اوربند او سولې غوښتونکي دي:

محمد یونس فکور
محمد یونس فکور

"افغانان نوره دا جګړه نه غواړي، زه له دې نظر پوښتنې ملاتړ کوم، دا اوربند نه یوازې په اختر کې، بلکې باید دومداره سولې ته زمینه برابره کړي،ځکه سیاسي موخو لپاره د ښوونځو سوځول، د خلکو وژل افغانانو ته د منلو وړ نه دي."

نوموړی وايي چې وسله وال طالبان باید د خلکو نظرونو ته ارزښت ورکړي او دایمې اوربند ته غاړه کېږدي ترڅو افغانان یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي.

خو تراوسه افغان حکومت او وسله والو طالبانو د راروان لوی اختر په شپو ورځو کې هم د اوربند په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG