د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

سولې شورا: د امریکا او طالبانو خبرې به د حکومت او طالبانو خبرو ته زمینه برابره کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له امریکا سره د طالبانو مخامخ خبرو ته ځکه خوشبینه دي چې د دغې لړۍ دوام به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د ګارډین ورځپاڼې د هغه مطلب په اړه چې ګوندې طالبانو له افغان رهبرانو سره خبرو ته چمتووالی ښودلی وايي، دا یو ستراتېژیک پرمختګ دی.

ښاغلي سلیم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۳» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له پخوا زموږ وړاندوینه همدا وه چې طالبان به دغې مرحلې ته رسېږي، په دې اړه مو له وړاندې چمتووالی نیولی و، هر کله چې مقدماتي ناستې شروع کېږي موږ په‌کې ګډون کوو او د افغانستان د خلکو په استازیتوب به له هغوی «طالبانو» سره خبرې وکړو."

عطاالرحمن سلیم
عطاالرحمن سلیم

تازه بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د کوټې شورا د یوه طالب چارواکي په حواله لیکلي چې د راتلونکې سپټمبر په میاشت کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو څلورم پړاو پیل شي.

دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې د نوم له یادولو ډډه کړې دا هم ویلي چې له امریکایانو سره تر خبرو وروسته به طالبان له افغان مشرانو سره هم خبرو ته کېني.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېرو پړاونو خبرې ډېرې ګټورې وې، خو تمه ده چې په څلورم پړاو خبرو کې چې دوحه کې ترسره کېږي نور د پام وړ پرمختګ هم رامنځته شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه موضوع نه‌ده تأیید کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان له ولیعهد سره په خبرو کې ویلي چې سعودي عربستان باید د افغان سولې په موضوع او دغه‌شان د لوی اختر په ورځو کې د اوربند په ټینګېدو کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مهمو مسایلو هوکړه د سولې له بهیر سره ډېره مرسته کولای شي.

په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

د سیاسي چارو افغان کارپوه سید خالد سادات وویل:

"زما باور دا دی چې د بین‌الاافغاني مذاکراتو لپاره او دا چې په راتلونکي کې دغه مسؤلیت افغان حکومت ته وسپارل شي دا یو ستراتېژیک ګام دی."

د ښاعلي سادات په خبره طالبان به په اسانه له افغان حکومت سره خبرو ته زړه ښه نه‌کړي، خو په خبره‌یې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره بین‌الافغاني خبرې حتمي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG