د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

سولې شورا د سولې د عملي خبرو د پیل لپاره د "م. م" د رول هیله لري


د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې د سولې د عملي خبرو د پیل په برخه کې به ملګري ملتونه خپل رول ولوبوي.

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي هڅو او ډیالوګ پر دوام ټینګار وکړ، د سولې عالي شورا وايي چې ملګري ملتونه دې د دغه بهیر د عملي کېدو لپاره خپلې هڅې وکړي.

د یادې شورا مرستیال عطالرحمن سلیم وايي، د سولې د عالي شورا او په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ترمنځ د سلا مشورې تر کچې لازمه مرسته شته، خو اوس چې افغان لوری د مستقیمو خبرو د پیل هڅه کوي، ملګري ملتونه هم کولای شي د سولې لپاره ډېر څه وکړي.

عطالرحمن سلیم
عطالرحمن سلیم

دا چې د سولې عالي شورا د افغان سولې او پخلاینې په کومو برخو کې د ملګرو ملتونو رول مهم ګڼي؟ ښاغلي سلیم‌ د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۸» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ملګري ملتونه خپل حیثیت او مقام لري، دوی که د سولې لپاره زمینې جوړې او مقدماتي کارونه وکړي دا به ډېر ګټور وي، ولې د دوی مرسته په هره برخه کې مهمه ده چې له موږ سره‌يې ولري، موږ د دوی له مرستو ملاتړ او هرکلی کوو."

دا په‎داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي چارو دفتر مرستیال میروسلاف ینچا د افغان حکومت د سولې هڅې او د نوي اوربند پلان ستایلی دی.

هغه په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي هڅو او ډیالوګ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه مرستې ته تیار دي.

ملګري ملتونه د ښه ضامن په حیث رول لوبولای شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتره په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوه، ویل شوي، میروسلاف ینچا په کابل کې د افغانستان د حکومت له استازو او خپلواکو سیاسي مشرانو سره د حکومت او طالبانو د سولې پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي.

له دې وړاندې تېره میاشت هم چې د سولې ولسي حرکت په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د افغان سولې په اړه خپل لیک سپارلی و دغه دفتر ویلي و چې د افغانانو د هغې ارادې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پیل غواړي.

له دې سره د نړیوالو چارو کارپوهان ټينګار کوي چې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل د ملګرو ملتونو اصلي دنده ده چې تر دې دمه‌یې د افغانستان په برخه کې ډېر څه نه‎دي کړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

له ډلې یې انتظار خادم ازادي راډيو ته وویل:

"ملګري ملتونه د ښه ضامن په حیث رول لوبولای شي، په‎دې کې هېڅ شک نه‌شته چې دوی دې مرسته وکړي او هغه دې بیا په سوله کې ګټور تمام نه‎شي، دا ګټور تمامېږي او ملګري ملتونه باید ښکاره اقدامات وکړي، دوی باید خپل رول وپېژني او بالاخره افغانستان ته سوله راولي."

بل څېړونکی خالد سعادت بیا وايي، د ملګرو ملتونو له‎خوا هڅې طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې د سولې په‎دې هلو ځلو کې افغان حکومت یوازې نه‎دی، بلکې ټینګه نړیواله همکاري لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG