د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

په هېواد کې د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره د علماوو ۲۴ کسيز کمېسيون کار پيل کړ


په هېواد کې د ټولنې د اصلاح او سمون په هدف د علماوو يوه ۲۴ کسيز کمېسيون په کار پيل وکړ.

د ولسمشر محمد اشرف غني د يوه ځانګړي حکم له مخې، د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ د دیني علماوو يوه ۲۴ کسیز کمېسيون د ټولنې د اصلاح او ناوړه کړنو د مخینوي په هدف، په کار پيل وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د دغه کمېسيون مشر قیام الدین کشاف د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د دې کمېسيون له لارې به دوی يو لړ مهم ټولنیز موضوعات راسپړي او ولسمشر ته به یې وړاندې کوي.

نوموړي وویل:

"دا په يوه اسلامي هېواد کې د اسلامي نظام د شارګونو حيثیت لري، یعنې ټول هغه مسؤلیتونه او موضوعات چې د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لري، په دې کې ځای شوي، کمېټې به خپلې طرحې وړاندې کوي او دا طرحې به ځي جمهور رئیس ته او له هغې وروسته به پرې عملي کار شروع کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د اداري فساد پر وړاندې د ممبر غږ کنفرانس په پای کې وویل چې یوې وړې مفسدې ډلې د ۳۰ میلیونو افغانانو شهرت په ځمکه ویشتلی دی.

په دغه کنفرانس کې شااوخوا ۲۰۰ علماوو ګډون کړی او دوی د فساد پر وړاندې د ممبر غږ کنفرانس په وروستۍ ورځ په خپل پرېکړه لیک کې له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د مفسدینو پر وړاندې په خپلو پرېکړو او فیصلو کې قاطع و اوسي.

بل خوا د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي چې په دغه کنفرانس کې ګډون درلود، وویل چې له فساد سره مبارزه ګډو هڅو ته اړتیا لري او دیني علمان باید د فساد پروړاندې په مباززه کې فعاله او پراخه ونډه واخلي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه چې د فساد پرضد په ملي ستراتیژۍ کې به د دیني عالمانو سپارښتنو ته ځای ورکړي او عمل به پرې وشي.

له دې وروسته د ولسمشر د ۶۴۳ ګڼه حکم له مخې، د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ د دیني عالمانو يو ۲۴ کسیز کمېسيون وټاکل شو چې په درېیو کمېټو د ارشاد د پياوړتیا او رسنیو د اغېزمن رول، د علماوو د انسجام او د دیني مدرسو او تعلیمي نصاب په برخه کې کار کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک د ټولنې په اصلاح او سمون کې د دغه کمېسيون جوړېدل مهم وبلل او د علماوو د وړاندیزونو او طرحو په عملي کېدو يې ټینګار وکړ.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

نوموړي وویل:

"ولسمشر او د افغانستان حکومت مکلفیت لري چې دغو وړاندیزونو او طرحو ته د عمل جامه واغوندي او په دې برخه کې پر وخت اقدام وکړي او وړاندیز شویو موضوعاتو د عملي کېدو لپاره د حل لارې پیدا کړي."

د ښاغلي خپلواک په خبره، علما د ټولنې په اصلاح او سمون کې مهم رول لري او حکومت ژمن دی چې د دوی د طرحو او وړاندیزونو د عملي کېدو لپاره لازم اقدامات وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG