د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د سولې عالي شورا له حکومت او طالبانو غواړي چې دایمي اوربند وکړي


په‎داسې حال کې چې د طالبانو ځینو سیمه‎ییزو قوماندانانو یو وار بیا اوربند ته لېوالتیا ښکاره کړې، د سولې عالي شورا وايي له حکومت او طالبانو غواړي چې دایمي اوربند وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وویل، د سولې عالي شورا د دواړو خواو ترمنځ اوربند ته فضا برابروي او تمه لري چې دواړه خواوې به اوربند وکړي ځکه چې دا د درست افغانستان د خلکو غوښتنه ده.

احسان طاهري
احسان طاهري

د وسله‎والو طالبانو قاضي‌القضات مولوي عبدالحکیم په یوه خبرپاڼه کې د اختر په شپو ورځو کې اوربند ته د خپلې ډلې لېوالتیا ښودلې ده.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال چې دا خبرپاڼه‌یې ترلاسه کړې، وايي چې اوربند ته د طالبانو لېوالتیا د هرات د چارواکو له هرکلي سره مخامخ شوې ده.

د طالبانو د قاضي‌القضات اعلامیه په بغلان کې هم د خلکو لاس ته رسېدلې او په هغې کې د طالبانو مشرتابه ته په خطاب کې راغلي چې په هغو خبرو کې ګډون وکړي چې د واقعي سولې او د عام ولس د خوشحالۍ سبب کېږي او په عین حال کې په افغانستان کې دننه د ولس له رښتینو استازو، مخورو او بې‌طرفه عالمانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند هم هیله څرګندوي چې طالبان به د ده په وینا د افغانستان د خلکو غوښتنې او د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتوا ته په درناوي سوله وکړي.

پرون په خوست کې یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنو غړو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي او د سولې لپاره مخامخ خبرو ته کېني.

XS
SM
MD
LG