د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

خپلواک: ولسمشر غني به ډېر ژر د لوی اختر د اوربند په اړه پرېکړه وکړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان په اړه له خلکو سره په سلا مشورو بوخت دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني به ډېر ژر په دې اړه خپل پرېکړه له ولس سره شریکه کړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د اوربند په اړه له ولسمشر نه غوښتنې شوي دي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"ان شاءالله ولسمشر به ډېر ژر په دې اړه خپله پرېکړه له ولس سره شریکه کړي د ملت، عالم اسلام«او،ای، سي» سعودي، قطر او د نورو هېوادونو غوښتنې ورسېدلي او ان شاءالله له لازمې مشورې وروسته به د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي."

ښاغلی خپلواک وايي، افغان حکومت له طالبانو سره د اوربند اعلان ته چمتو دی او هیله یې وښوده چې طالبان هم دغې غوښتنې ته لبیک ووايي.

د ښاغلي خپلواک په خبره اوربند یوازې د افغان حکومت نه بلکې د خلکو او اسلامي نړۍ غوښتنه ده.

د سولې د عالي شورا دارالانشاء مشر وايي، په افغانستان کې سوله د بین الاافغاني خبرو له لارې ممکن ده او حکومت به په دې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د کوچني اختر په ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند چې وروسته یې بیا موده د حکومت له لورې اوږده نوره هم وغځېده په تېرو څو لیسزو کې لومړنۍ تجربه وه چې په ملي او نړیواله کچه ترې هرکلی وشو.

اوربند، اختر له طالبانو سره د محمد اشرف غني د زېږېدو ځای ته څېرمه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:20 0:00

له هغې وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره هیلې زیاتې شوې، خو طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو له کولو انکار وکړ.

خو یوه طالب چارواکي رسنیو سره په خبرو کې دا منلې چې څو ورځې مخکې د دغه ډلې د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې خبرې شوي دي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت د پخواني رئیس اسدالله خالد په مشرۍ سیاسي حرکت چې نن یې خپل موجودیت اعلان کړ وايي چې د سولې له هرحرکته ملاتړ کوي.

اسدالله خالد
اسدالله خالد

د دغه حرکت مشر اسدالله خالد وویل:

"زما له نظره زموږ د ګران افغانستان لپاره لومړنۍ اړتیا او هدف د سولې او ثبات ټینګښت دی، له سولې پرته بین الافغاني خبرې ممکنې نه دي، موږ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له هرې هڅې ملاتړ کوو."

که څه هم تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه چې ایا په لوی اختر کې اوربند کوي او که نه څه نه دي ویلي، خو هیلې شته چې دغه ډله د کوچني اختر په څير ورته غاړه کېږدي.

د افغانستان د بېلابېلو سیمو خلک وايي چې نور له جنګ جګړو ستړي شوي او له هرې ممکنې لارې نه په استفادې باید د سولې د خبرو د پيل او د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره هڅې وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG