د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د طالبانو او د امریکا ترمنځ د خبرو په اړه نوي جزیات په ډاګه شوي


د قطر په پلازمېنه دوحه کې تېره اوونۍ د طالبانو او د امریکا ترمنځ د خبرو په اړه یو شمېر سرچینو د دغو خبرو نوي جزیات په ډاګه کړي او وایي چې د سولې د اساسي خبرو د پیلېدو لپاره دواړو لورو پتیلې چې دا ډول غونډو ته دوام ورکړي.

د طالبانو یوشمېر هغه چارواکي چې په دوحه کې د طالبانو د استازو او د امریکایي لوړپوړې ډیپلوماتې ترمنځ له غونډې خبر دي، وايي چې په دغه غونډه کې چې خبرې یې تر ډېره د یوه احتمالي اوربند د ټینګېدو پرسر څرخېدې، دواړو لورو مثبت دریځ درلود او پرېکړه وشوه چې دوی به نورې غونډې هم کوي.

د روېټرز د راپور له مخې، د طالبانو له استازو سره په دې غونډه کې چې مشري یې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز کوله او خبره یې د لومړي ځل لپاره والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپورته کړه، تراوسه په رسمي توګه نه ده تأیید شوې.

د طالبانو یوه چارواکي چې په دې خبرو کې د طالبانو د څلورکسیز پلاوي غړی و او نوم یې نه دی په ډاګه شوی، روېټرز ته ویلي، د دوحې غونډه چې په یوه دوستانه فضا کې ترسره شوه، ډېر مثبت پیغامونه درلودل.

د هغه په وینا، ترسره شویو خبرو ته که څه هم د سولې خبرې نشو ویلای، خو دا د هغو غونډو یوه برخه ده چې هدف یې د رسمي او ګټورو خبرو پیلېدل دي.

د دې چارواکي په وینا، دواړو لورو موافقه وکړه چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو پرلارو چارو د خبرو لپاره به ډېر ژر بیا سره ګوري.

دې چارواکي دا هم ویلي چې د طالبانو د ټینګار له مخې، د افغانستان د حکومت چارواکو په دې خبرو کې حضور نه درلود.

د روېټرز د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو ویلي چې دغه خبرې د طالبانو د مشرتابه شورا په تأیید ترسره شوي او پکې دواړو لورو پر هغو وړاندیزونو هم بحث وکړ چې له مخې یې طالبانو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په دوو ولایتونو کې پرته له دې چې پرې حملې وشي، په ازادانه توګه تګ راتګ وکړي، دغه پلان له مخکې افغان ولسمشر اشرف غني ردکړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

دوی دغه راز د افغانستان په حکومت کې د طالبانو د شاملېدو پر مسئلې هم خبرې وکړې.

د طالبانو د دغه چارواکي په وینا، یوازنۍ غوښتنه چې امریکایي لوري وړاندې کړه، هغه په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو اډو ته اجازه ورکول وو.

د طالبانو یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې په دوحه کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې تر دغې غونډې مخکې په وروستیو میاشتو کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ دوه نورې کتنې ترسره شوې وې.

سرچینې ویلي چې له امریکا سره یې تراوسه درې غونډې کړي او دې نتیجې ته رسېدلي دي چې دوی به دې غونډو ته ترهغې دوام ورکوي چې ګټورې رسمي خبرې پیل شي.

سرچینې ویلي چې لومړی به په خپلو کې بندیان سره تبادله کوو او بیا به په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو پرنورو لارو چارو خبرې کوو.

د روېټرز د راپور له مخې، د طالبانو دغه چارواکي بیا ټینګار کړی چې امریکایي لوري ته یې دا واضح کړې چې سوله یوازې هغه وخت په افغانستان کې ټینګېدای شي چې ټول بهرني ځواکونه له دې هېواده ووځي.

یو بل چارواکی چې د دغو خبرو له محتوا خبر دی، وایي چې متحده ایالاتو پرطالبانو فشار راوست چې د لوی اختر له رارسېدو سره سم اوربند اعلان کړي.

د هغه په وینا، تمه ده چې د اختر په مناسبت یو اوږد مهاله اوربند اعلان شي او پرېکړه شوې چې د دواړو لورو ترمنځ بله غونډه به له اختره مخکې کېږي، خو دقیق وخت او ځای یې نه دی په ډاګه شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دوحې څخه د مېرمن وېلز کتنه تأیید کړې، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغې هلته د طالبانو له استازو سره کتلي، د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي يې دي، متحده ایالات د سولې د خبرو ملاتړ کوي، ورته زمینه برابروي او هم پکې ګډون کوي، خو د سولې په اړه پرېکړه باید په خپله افغانان وکړي او همدوی باید په خپلو کې سره جوړ شي.

XS
SM
MD
LG