د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

خبرونه

دفاع وزیر: حکومت ښايي په نږدې وخت کې بیا اوربند اعلان کړي

د افغانستان دفاع وزیر وايي حکومت ښايي په نږدې وخت کې بیا اوربند اعلان کړي.

طارق‌شاه بهرامي پرون چهارشنبه په پکتیا کې دا خبره وکړه او د دې ولایت پر سیمه‌ییزه اداره او امنیتي ځواکونو یې غږ وکړ چې د حکومت د سولې د پروګرام د عملي کولو لپاره تیاري ولري.

ښاغلي بهرامي ونه‌ویل چې اوربند دقیقاً بیا څه وخت اعلانېږي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر پرون په افغانستان کې د ناټو او د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جان نېکلسن سره یوځاي پکتیا ته تللي ول.

جنرال جان نېکلسن پرون په پکتیا کې وویل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو ملاتړ کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا دفاع وزیر اوکراین سره د هوایي مدافعې په برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین
د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین پرون د دې هېواد له شریکانو وغوښتل چې اوکراین ته نور د هوايي مدافعې پاټریوت ډوله توغندي ورکړي.

اوکراین څو ځلې د دافع هوا د نورو سیسټمونو غوښتنه کړې وه څو د روسیې د حملو پر وړاندې د خپلو ښارونو او عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره کار ترې واخلي.

ښاغلي اوسټین پرون د استازو جرګې پوځي کمیټې ته وویل چې پنټاګون به له هغو هېوادونو سره چې پاټریوت ډوله سیسټمونه لري، تماسونو ته دوام ورکړي څو اوکراین ته نور پوځي ظرفیتونه ځانګړي شي.

د امریکا د دفاع وزیر د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ خو اسپانیا، یونان، جرمني، هالنډ، پولنډ او سویډن د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د پاټریوټ دافع هوا سیسټمونه لري.

جان باس د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس په مشرۍ امریکايي پلاوي پرون په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر رحیم حیات قریشي سره وکتل.

په یوه بیان کې چې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پر ایکس پاڼه خپره شوې راغلي دي چې په امریکايي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابت هورست او په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم هم شامل وو.

په بیان کې دا مذاکرات مثبت بلل شوي او زیاتوي چې د دواړو لورو د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییز امنیت په برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

داعش ډلې د هرات پر یوه جومات د وروستي برید مسوولیت منلی

د افغانستان نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان نقشه کې هرات ولایت

په هرات کې د شیعه ګانو پر یو جومات د حملې پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله.

دې ډلې بېګا پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې دا اعلان وکړ.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د دوشنبې شپې د ډزو په پېښه کې لږ ترلږه اووه کسان ووژل شول.

په عین حال کې د هرات د شیعه عالمانو عمومي شورا له طالبانو غوښتي چې د دې برید عاملانو ته سخته جزا ورکړي.

دې شورا په یو بیان کې دا یو وحشیانه برید بللی چې په وینا یې د هېوادوالو د خپګان سبب شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا حمله غندلې ده.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې له دې مخکې هم په هرات او نورو ولایتونو کې د دې ډول حملو پړه منلې وه.

د اوکراین ولسمشر د اروپا پر یووالي او ځواکمنتیا ټینګار وکړ

ولودمیر زلینسکي
ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغات یې څوک پر خلکو وتپي یا یې خوندي وساتي، بلکې عملي کار غواړي.

ولودمیر زلینسکي پرون سې شنبه په اروپايي ټولنه کې د چک جمهوریت د غړیتوب د شلو کلونو پوره کېدو په مناسبت دا خبره، په یوه ویډیو کې وکړه.

هغه زیاته کړه: " زموږ اروپا، د ملتونو، ملیونونو متفاوتو انسانانو او ټولنو یو داوطلبانه اتحاد دی. دا د ملتونو تر شا د څو زبرځواکونو کومه دسیسه نه ده. اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغاتو یا تاوتریخوالي یې څوک پر چا وتپي یا یې خوندي کړي. دا هغه موضوع ده چې مسکو یې درک کول نه غواړي."

اوکراین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي او دا هڅې وروسته له هغې لا چټکې شوې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ او لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو محکمې اسراییل سره د جرمني د مرستو درولو په اړه د نیکارګوا غوښتنه رد کړه

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو یوې محکمې، د نیکاراګوا هغه قانوني هڅه رد کړه چې په کې له جرمني غوښتنه شوې وه چې اسرائیل ته خپلې پوځي او نورې مرستې بندې کړي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د عدالت نړیوالې محکمې پرون بیا هم دا دوسیه کاملاً رد نه کړه او بیا به هم د دواړو لوریو استدلال اوري.

د نیکاراګوا حکومت په خپل قانوني شکایت کې ادعا کړې چې جرمني نه ده توانېدلی په غزې تړانګه کې د نسل وژنې مخه ونیسي.

احتمالاً دا پروسه به څو میاشتې وخت ونیسي.

د عدالت نړیوالې محکمې مخکې ویلي وو چې په غزې تړانګه کې د نسل وژنې د پام وړ خطر شته، هغه تور چې اسرائیل په کلکه رد کړی دی.

اسرائیل ویلي چې د ځان د دفاع لپاره یې عمل کړی دی.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ایران ته په سفر ځي

رافایل ګروسي
رافایل ګروسي

ټاکل شوې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي راروانه اوونۍ ایران ته سفر وکړي.

د ایران نیمه دولتي اژانس مهر پرون سې شنبه اعلان وکړ چې ښاغلی ګروسي له راروانې دوشنبې تر چهارشنبې ایران ته ځي.
رافایل ګروسي به په اصفهان ښار کې د علومو او ټکنالوژۍ په نړیوال کنفرانس کې تر ګډون مخکې، په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په فبروري میاشت کې ویلي وو چې په پام کې لري تهران ته د سفر پر مهال د دې ادارې او د ایران د حکومت ترمنځ اړیکو کې د رامنځته شويو درزونو په باب خبرې وکړي.

طالبانو ۳ تنه د نامشروع اړیکو او فریبکارۍ په تور مجازات کړي

د افغانستان په نقشه کې خوست ولایت
د افغانستان په نقشه کې خوست ولایت

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې پرون په خوست کې درېیو کسانو ته «نامشروع اړیکو» او «فرېبکارۍ» په تور، په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یو تورن په ۳۹ دُرو او دوه کاله تنفیذي بند، دویم او درېیم په شپږمیاشتني تنفیذي بند او ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.

طالبانو تېره پنج شنبه هم په خوست ولایت کې پنځه کسان د غلا او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي وو او په بند محکوم کړي وو.

طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان: روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ګڼې روغتیايي او اقلیمي ستونزې د کارګرانو خوندیتوب ته ګواښ پېښوي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې «په کار کې د خوندیتوب او روغتیا» نړیوالې ورځې په مناسبت دا خبره کړې ده.

نن د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده او په نړۍ کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ګڼ کارګران د عوایدو د کمېدو په اړه شکایتونه لري.

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې تر یو ملیون زیات ماشومان د بېوزلۍ له کبله درنو کارونو ته اړ شوي دي.

د هرات د شیعه ګانو شورا: طالبان دې د وروستي برید عاملان معلوم او مجازات کړي

ارشیف
ارشیف

په هرات کې د شیعه عالمانو عمومي شورا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د شیعه ګانو پر جومات د دوشنبې د شپې د حملې عاملان سخت مجازات کړي.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د ډزو په پېښه کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي دي.

په هرات کې د شیعه عالمانو عمومي شورا پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې دا یو وحشیانه برید بللی چې په وینا یې، د افغان هېوادوالو د خوابدۍ سبب شوی دی.

په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په هرات ولایت کې دا حمله غندلې ده.

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو تر دې مخکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د دغسې ځینو حملو پړه منلې ده.

​​​​​​​د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره د افغان لوبډلې اعلان شوی نوملړ
د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره د افغان لوبډلې اعلان شوی نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې هم د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

د سې شنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه نېټه کرکټ بورډ په یوه خبر کې ویلي، دا ځل به افغانستان د راشدخان په لوبډلمشرۍ په شل اوریز نړیوال جام کې چې په امریکا او ویسټ اینډیز کې به ترسره شي ګډون وکړي.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمداسحاق، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشدخان، ننګیالی خروټی، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل حق فاروقي او فریداحمد ملک ځای پر ځای شوي دي.

صدیق اتل، حضرت الله ځاځی او سلیم ساپی د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې اخیستل شوي دي.

ویلو ده چې د شل اوریز نړیوال جام به د راتلونکې جون میاشتې په ۲یمه نېټه پیل شي او د افغانستان ټولې سیالۍ په ویسټ اینډیز کې ترسره کېږي.

افغان لوبډله په درېیمه نېټه د یوګاندا له لوبډلې سره سیالي لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG