د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

دفاع وزیر: امنیتي ځواکونه او ولس دې د بل اوربند لپاره چمتووالی ولري


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت لوی ریاست مرستیال پرون د زمري په ۳مه د پکتیا ولایت مرکز ګزدېز ته سفر درلود.

له دوی سره په‎دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن، د «یو. اېس. اې. ای. ډي» مسؤل او د جرمني، ناروې او ایټالیا هېوادونو سفیران هم ملګري وو.

راغلي پلاوي د «زمري په درېيمه د چهارشنبې په ورځ» په پکتیا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو په قرارګاه کې د پکتیا ولایت د ملکي او نظامي مسؤلینو سره یو نیم ساعت په‎دې ولایت کې د امنیتي حالت د څرنګوالي د څېړلو او د ولس د لومړیتوبونو د معلومولو په موخه ځانګړې ناسته درلوده.

وروسته‌یې د پکتیا ولایت د یو شمېر قومي مشرانو، مدني ټولنې، ځوانانو او ولایتي شورا له غړو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

دفاع وزیر ښاغلي بهرامي وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هېواد کې د سولې د تأمین لپاره کلک هوډ لري، د دې هوډ د ترسره کولو لپاره نړیوالې ټولنې او د ولس ملاتړ له ځان سره لري.

نوموړي وویل، موږ په‎دې ولایت کې پر امنيتي ځواکونو او ولس غږ کوو چې د دولت له لارې د یو بل اوربند اعلان او پلي کولو لپاره چمتووالی ولري.

د افغانستان د دفاع وزیر ښاغلی بهرامي
د افغانستان د دفاع وزیر ښاغلی بهرامي

ښاغلي بهرامي زیاته کړه:

کېدای شي ډېر ژر د اوربند دوهم پړاو اعلان شي، زموږ امنیتي، دفاعي او سیمه‌ییزه اداره باید دې ته چمتووالی ولري چې د دولت د پالېسۍ او هدایت سره سم د سولې برنامه وڅارو. کومه تجربه مو چې له مخکېني پړاو څخه اخیستې له هغې باید د درس په توګه ګټه واخیستل شي، مثبت ټکي یې باید ولرو او منفي ټکي چې هغه ځل و، دا ځل باید تکرار نه‌شي."

بل‎خوا د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته اشاره وکړه ویې‌ویل څو چې نړیواله ټولنه، افغان دولت او ولس په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې په تأمین او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له مداخلې ډاډمن شوی نه‎وي، تر هغو به بهرني ځواکونه په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"د نړۍ ثبات، د نړۍ امنیت ضربه لیدلې زیان لیدلی، نو تر هغې چې نړیواله ټولنه ډاډه نه‌شي چې نور افغانستان د نړۍ او بالاخره سیمې د امنیت او سولې د دښمنانو اډه نه‌ده، تر هغې به له موږ سره وي."

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلو خبرو کې وویل، نړیوال ځواکونه په افغانستان کې سوله غواړي او په‎دې برخه کې د افغانستان دولت د سوله‎ییز پروګرام څخه دفاع او ملاتړ کوي.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

نوموړی وايي:

"زه تاسو ته یو ځل بیا وعده درکوم چې ستاسو د سولې د غوښتنې لپاره له تاسو سره مرستې ته حاضر یو او ټول بین‎المللي ملکونه ستاسو د سولې غوښتنې ملاتړ کوي."

نېکلسن زیاته کړه چې په‎دې سفر کې له ده سره د یو شمېر ملاتړو هېوادونو سفیران راغلي او دوی د افغانستان له دولت او ولس سره د سولې په تأمین او د بیارغونې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په سوېل ختیځ زون کې د ولسي جوړښتونو له مخې د سولې ولسي شورا یادونه وکړه ویې‌ویل، د دې زون په کچه یوه شورا رامنځته شوې چې د دولت او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ د مذاکرې له لارې سولې او دایمي اوربند لپاره کار کوي.

ده وویل، یادې شورا د خپلو هڅو په لړ کې د دولت او مخالفینو له لوري سره لیده کاته کړي او په نږدې راتلونکي کې به‌یې پایلې اعلان شي.

د پکتیا ولایتي شورا د ولس او ځوانانو په استازولۍ د بیارغونې، امنیتي ځواکونو د تشکیل د زیاتېدو او یو لړ نورې غوښتنې په لیکلي ډول راغلي پلاوي ته وسپارلې.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG