د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

سرخط: افغانان په لوی اختر کې په خوښۍ ارزي او که لا هم د وژلو لایق دي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په لوی اختر کې د اوربند په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي چې د ولسمشر غني حکومت چټکې هڅې کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې او اوربند په تړاو راټوکېدلې هیلې پوره او د لوی اختر په ورځو کې هم افغانانو ته د ډزبندۍ خوښي ورپه برخه کړي.

په مطلب کې راغلي چې دا ځل د اوربند خوشحالي تصادفي نه، بلکې له تمې سره سمه په قطر کې د طالبانو په دفتر پورې تړلې او په اصطلاح توپ د طالبانو په میدان کې دی چې څه ډول شوټ پرې وهي.

د مطلب لیکوال لیکي، په دوحه کې د طالبانو په دفتر کې له پنځو کلونو وروسته بې‌ساري ډول طالب سیاسي مخور له خپلو نظامي دښمنو امریکایانو سره چنې وهي او پیل شوې خبرې پر دې ورټولې دي چې افغانان په لوی اختر کې په خوښۍ ارزي او که لا هم د وژلو لایق دي؟

خو په مطلب کې راغلي چې په کابل کې چارواکي تمه کوي چې د راټوکېدلو پرمختیاوو پر اساس به لوی اختر د لویې خوښۍ پیل وي او د افغانانو ترسره کړې قربانۍ به الله قبولې او نوې هغه به‌یې په نظرانه کې ورزیاتې شي.

د راټوکېدلو پرمختیاوو پر اساس به لوی اختر د لویې خوښۍ پیل وي.
  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په لوی اختر کې د احتمالي اوربند په اړه لیکي چې دا اوربند که د کمو ورځو لپاره هم وي خپل مثبت اغېز لري او د سولې عالي شورا کولای شي چې له همدې فرصته په ګټې اخیستنې سره د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي او بین‎الفغاني سولې ته‌یې دعوت کړي.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، په تېر اختر او تېر اوربند کې په ښارونو کې د طالبانو حضور دا وښوده چې له جګړې ستړي شوي دي.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي چې په لوی اختر کې د احتمالي اوربند په صورت کې افغان امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونه باید خپل کنټرول او څار ډېر کړي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د دولت د سلو تنو هغو کارکوونکو چې په فساد تورن دي د نیولو حکم ورکړی دی.

ورځپانې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په حواله دا خبره کړې ویلي چې په دغو کسانو کې حکومتي چارواکي، د ملي شورا غړي او زورواکي شامل دي.

خو په مطلب کې د نوموړي بنسټ په حواله دا هم راغلي چې د قانون پلي کوونکو ادارو تر اوسه د دغو کسانو د نیونې لړۍ نه‎ده پیل کړې او په‎دې کار کې پاتې راغلي دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې په دغو کسانو کې ډېری داسې دي چې محکمې یې په اړه برېکړه هم کړې، خو تر اوسه زندان ته نه‎دي استول شوي.

د مطلب لیکوال لیکي چې لا هم ډېرې دوسیې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په مېز پرتې دي، خو په خبره‌یې مخکې تر دې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې سیګار ویلي چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره سیاسي اراده نه‎لري.

XS
SM
MD
LG