د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

ننګرهار کې ولسونو د دایمي اوربند غوښتنه وکړه


د ننګرهار ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې پر وسله‎والو طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ چې د افغان سولې په اړه دې د مکې مکرمې د اعلاميې او ديني عالمانو د فتوا په احترام د لوی اختر په رارسېدو سره اوربند اعلان کړي او د تل‎پاتې سولې لپاره دې مذاکرات پیل کړي.

دغه غونډه چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۵» په ننګرهار کې د سولې عالي شورا ولایتي کمېټې د جلال‎اباد شاهي ماڼې د غونډو تالار ته رابللې وه، د بېلابېلو ولسوالیو څخه په‎کې ديني عالمانو، قومي مشرانو، مېرمنو او ټولنیزو فعالانو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د ديني عالمانو په استازولۍ مولوي ژیړګل عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، د اوږدو کلونو جنګونو هېواد د تباهۍ سره مخ کړی دی، اوس وخت راغلی چې بېرته‌يې ورغوو.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"نور په کار نه‎دی چې په افغانستان کې جنګ وشي. پُل مې وران دی هغه جوړولو ته ضرورت لري، جماعت مې وران دی، جوړولو ته ضرورت لري، سړک مې وران دی، هغه جوړولو ته ضرورت لري، دې ملت ته روغتون په‎کار دی. هغه وروڼه چې له دولت او ملت سره په جنګ کې اخته دي، هغوی ته ځولۍ نيسو چې دا جنګ نور بس کړئ."

د قومي مشرانو په استازولۍ محمد انور اکرام په جنګ کې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې د لوی اختر په رارسېدو سره دې دايمي اوربند اعلان کړي.

ښاغلي اکرم وویل:

"د ولسونو په استازولۍ زموږ غږ دا دی چې لوی اختر په مناسبت دې د افغان دولت او مخالف لوری یو دايمي اوربند رامنځته کړي چې ولس له وېرې او اندېښنې څخه خلاص شي."

ننګرهار کې د سولې په اړه جوړه شوې غونډه
ننګرهار کې د سولې په اړه جوړه شوې غونډه

د مېرمنو په استازولۍ سلسلې رښتانۍ وویل چې په افغانستان کې مسلط شوي جنګ تر بل هر چا مېرمنې ډېرې زیانمنې کړې دي.

نوموړې پر وسله‎والو طالبانو غږ کوي چې سولې ته غاړه کېږدي.

دا وايي:

"له دې ستېجه په جنګ کې له ښکېلو غاړو په ځانګړي توګه طالبانو غږ کوو چې بس دی، ډېرې مورګانې مو بورې، ډېرې خویندې مو بې وروره، ډېرې مېرمنې کونډې او زموږ د هېواد ډېر ماشومان یتیمان شول، د دې وطن په حال رحم وکړئ او دغه بې منطقه جګړه چې د نورو او بېګانه‎وو په اشارو دوام لري، ورته د پای ټکی کېږدئ."

ټولنیز فعال نوراحمد نوراني په نظام کې له شاملو ډلو وغوښتل چې د خپلو شخصي مفاداتو په خاطر دې د سولې پر وړاندې خنډونه نه پیدا کوي.

ښاغلي نوراني وویل:

"د افغانستان د نظام له هغو اراکينو څخه غوښتنه کوو چې د شخصي ګټو په خاطر دې د سولې پروسه نه‌سبوتاژ کوي. سوله د افغانستان د ولسونو ارمان دی او موږ سوله د خپلو وینو په بدل کې هم غواړو."‎

د غونډې په پای کې يو پريکړه‌لیک هم ولوستل شو چې په یوه برخه کې يې راغلي ول:
د غونډې ګډون‎وال د افغانستان د اسلامي جهموریت او د وسله‎والو طالبانو له رهبرۍ څخه غوښتنه کوو چې په هېواد کې دې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سولې لپاره مخامخ خبرې پیل کړي.

راپور: باز محمد عابد

XS
SM
MD
LG