د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۱۳

عبدالله عبدالله: له تسلیم شویو داعشیانو سره د جنګي اسیرانو په څېر چلند کېږي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې له تسلیم شویو داعش جنګیالیو سره د جنګي اسیرانو په څېر چلند کېږي.

دی وايي، په شمال کې د داعش جنګیالیو تسلیمي باید په دې معنی نه‌وي چې د دوی له جنایاتو دې سترګې پټې شي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۵» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې د داعش جنګیالیو بشري او انساني حقونو ته په درناوي، له دوی سره باید د سوله کوونکو په څېر چلند ونه‌شي.

عبدالله عبدلله
عبدالله عبدلله

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"یو شمېر داعش ځواکونه تسلیم شوي، دوی سره د جګړې د اسیرانو په څېر چلند کېږي، له دې ډلې سره د تسلیمۍ د څرنګوالي د چلند په اړه د امنیتي ځواکونو پام غواړم، ځکه چې یو ترورېست تسلیمېږي، باید د وضعیت متناسب برخورد ورسره وشي، له لومړۍ شېبې باید له شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې ونیول شي."

خو افغان امنیتي چارواکي وايي چې دوی تسلیم شوي داعش جنګیالي تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې ساتلي دي.

تېره اوونۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د مولوي حبیب‌‎الرحمن او د هغه مرستیال مفتي نعمت‌الله په مشرۍ ۲۴۵ داعش جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

د افغانستان د دفاع وزارت او طالبانو دواړو ادعا کړې چې دغه داعش جنګالي د دوی د فشارونو له امله افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.

مخکې تر دې د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په شمال کې داعش ډلې له دوی سره له زور زیاتي کار اخیستی، پر یو شمېر ښځو یې جنسي تېري کړي او له یو شمېر خلکو یې په زوره پیسې او مالونه اخیستي دي.

اجرائیه رئیس د جوزجان اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې تسلیم شوي داعش جنګیالي به تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.

بل‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر وايي چې تسلیم شويو جنګیالیو باندې شوې ادعاوې باید د افغان حکومت اړوند د عدلي او قضايي بنسټونو له‌خوا وڅېړل شي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

لعل ګل لعل ازادي راډیو ته وویل:

"که چېرته په تسلیم شویو داعش جنګیالیو باندې د سیمې خلک یا نور څوک ادعا ولري، که هغه جنايي وي او که حقوقي وي، دولت له دې دفاع نه‌شي کولای، اړوند محاکم او نور ارګانونه باید دغه ادعاوې وڅېړي او د قوانینو په رڼا کې فیصله وکړي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې له تسلیم شویو داعش جنګیالو سره باید حساب کتاب وشي.

د جوزجان ځينو اوسېدونکو هم د شنبې په ورځ په یوه اعتراضيه غونډه کې د تسلیم شويو وسله‌والو د محاکمې غوښتنه کړې وه.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG