د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۴۶

جوزجان کې د داعشیانو له‌خوا جنسي تجاوزونه او د جبري ودونو بې‌رحمه کیسې!


د افغانستان په ۴۰ کلنه جګړه کې خورا زیاتې بې‎رحمۍ شوې دي، خو هغه کارونه چې داعش ډلې په کم وخت کې وکړل، ټولې پخوانۍ بې‎رحمۍ یې له خلکو هېرې کړې.

داعش په افغانستان کې د فعالیت له پیل وروسته ګڼ خلک په بېلابېلو بڼو ووژل او حتی په یوه مورد کې یې یو شمېر کسان پر چاودېدونکو موادو کېنول او وایې لوزول.

خو د دې ډلې له‌خوا د جنسي تجاوزونو او جبري ودونو ته د ښځو د اړ ایستلو کیسې تر ډېره ناویلې پاتې دي.

د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د داعش ډلې له‎خوا ‎پر یو شمېر نجونو او ښځو د جنسي تېري او نورو ظلمونو داسې کیسې شته چې ژبه‌یې د ویلو توان نه‎لري.

خالده د درزاب ولسوالۍ د سردرې د کلي اوسېدونکې چې کلی یې داعش ډلې نېولی، د یکشنبې په ورځ د زمري د میاشتې په ۷مه له خپله سیمې څخه د ولایت مرکز شبرغان ته په تېښته بریالۍ شوه.

خالدې د هغو ظلمونو کیسې ازادي راډیو ته وکړې چې داعشیانو د سیمې پر اوسېدونکو کړي.

هغه وايي چې د دې ډلې وسله‎وال نجونې او مړوښې ښځې بیايي او په جبر به‌یې ځان ته په نکاح کوي.

خالده زیاتوي:

"نجونې له ځان سره بیایي. داعشیان ډېر ظلمونه کوي. ښځې له ځان سره بیايي. دوی خپلې ښځې او ماشومان هم لري، خو بیا هم مجردې نجونې له ځان سره بیايي او ځان ته‌یې نکاح کوي. دوی زور لري نو، موږ څه کولای شو."

دا ډول کیسې نورې هم شته.

د جوزجان په یوه لیرې پراته کلي کې د درېیو ماشومانو یوې مور ظریفې روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د داعش یو قوماندان د دې کور ته ورغی او هغه پیسې یې وغوښتې چې ده ویل مېړه مې د هغو د ورکولو ژمنه کړې وه.

ظریفه وايي، ما ورته وویل، زه هومره پیسې نه‎لرم، خو که مې پیدا کړې وروبه‌یې لېږم، خو هغه نه‌منله او ویل یې چې داسې ده نو زه باید خپل مېړه پرېږدم او د ده له یوه جنګیالي سره واده وکړم.

ظریفه وايي چې زه ورسره ولاړم نه، نو دوی زما ماشومان په یوه بله خونه کې کېنول، ماته‌یې ټوپک ونیو او ویې‌ویل چې که ورسره ولاړه نه‎شم نو دوی به ما ووژني او کور به مې راڅخه واخلي او بیا یې چې څه زړه غوښتل راسره ویې‌کړل.

خالده وايي، دوی حتی خواړه او د څښاک اوبه هم له خلکو غواړي.

خالده وايي:

"داعشیانو ته خواړه او څښاک وروړل کېږي. موږ ته هېڅ وخت نه‌راکوي. دوی په خپله جګړه کوي، څوک وژني، څوک په توره حلالوي. موږ ته وايي چې له کورونو مه وځئ. موږ ته اوبه راوړئ، موږ ته ډوډۍ راوړئ، دا شی راته پاخه کړئ، هغه شی راته پاخه کړئ. موږ له ډېرې وېرې د شپې له‎خوا راوتښتېدو."

داعش ډله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په عراق او سوریه کې له پرله‎پسې ماتو وروسته په افغانستان کې راڅرګنده شوه.

د دې ډلې وسله‎والو، د راپورونو له مخې لومړی په ارزګان کې او وروسته د ننګرهار ولایت په سرحدي ولسوالیو کې خپل فعالیت پیل کړ.

د داعش ډلې وسله‎وال اوس هم د ننګرهار ولایت د شینوارو په درېیو ولسوالیو او همداراز د بټي‎کوټ او روداتو ولسوالیو په ځینو سیمو کې فعال دي، خو د ننګرهار چارواکي وايي چې دا ډله‌یې تر ډېره ځپلې ده.

له ننګرهار وروسته دې ډلې د هېواد په شمال کې په فعالیت پیل وکړ.

داعش په جوزجان ولایت کې چې له ترکمنستان سره پر پوله پروت دی خپل فعالیتونه په‎دې وروستیو کې پراخ کړي دي، ځکه دوی له دې سیمې څخه چې د مخدره موادو د قاچاق او د بهرنیو جنګیالیو د تګ راتګ مهمه لاره ده عواید ترلاسه کوي.

د داعش وسله‎وال په‎دې سیمه کې هم له افغان ځواکونو او هم له وسله‎والو طالبانو سره په جګړو کې ښکېل دي.

داعش ډلې په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

XS
SM
MD
LG