د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۳۵

جوزجان کې ۲۵۰ داعش جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شوي


په جوزجان کې دولت ته د تسلیمو شویو داعشیانو شمېر ۲۵۰ تنو ته ورسېد.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن محمد اسماعیل نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په تسلیم شویو ۲۵۰ تنو داعشیانو کې ۳۰ تنه ښځې هم شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه چې داعش وسله‌وال په شمال کې د دغه ډلې د عمومي امر مولوي حبیب‌الرحمان، مولوي مفتي نعمت او خپل نظامي مشر په ګډون دولت ته تسلیم شول.

نوموړي زیاته کړه چې په تسلیم شویو داعشیانو کې د دغې ډلې ۱۲ نور قوماندانان هم شامل دي.

د معلوماتو له مخې تسلیم شوي داعش وسله‌وال تېره شپه د درزاب ولسوالۍ له مرکز څخه شبرغان ښار ته انتقال شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم ۳۰ داعش وسله‌وال په دغه ولسوالۍ کې دولت ته تسلیم شول.

له ښي لور کین ته، محمد اسماعیل د درزاب امنیه قوماندان، حبیب‌الرحمان په شمال کې د داعش عمومي امر و ذبیح‌الله د درزاب ولسوال
له ښي لور کین ته، محمد اسماعیل د درزاب امنیه قوماندان، حبیب‌الرحمان په شمال کې د داعش عمومي امر و ذبیح‌الله د درزاب ولسوال

پخواني معلومات

د افغانستان په شمال کې د داعش وسله‌والو اصلي مرکز د طالبانو له‌خوا سقوط شوی او د دې ډلې سلګونه غړي دولت ته تسلیم شوي دي.

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان وایي، د وسله‌والو طالبانو او اسلامي دولت ډلې یا داعش ترمنځ د تېرې شپې سختو جګړو په نتیجه کې په دغه ولسوالۍ کې سلګونه داعش وسله‌وال دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

تورن محمد اسماعیل نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې لږ تر لږه ۲۰۰ داعشیان دولت ته تسلیم شوي دي چې ښځې هم په‌کې شته.

ښاغلي اسماعیل زیاته کړه:

"د سهار څلور بجې وې چې دلته تسلیم شول. مولوي حبیب‌الرحمن په دوی کې شته چې د هغو عمومي امر دی، مولوي مفتي او ملا صحبت هم شته."

د درزاب امنیه قوماندان زیاته کړه چې د دغو کسانو په تسلیمېدو سره د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت ډلې اصلي مرکز سقوط وکړ.

بل‌خوا وسله‌وال طالبان وایي چې د تېرې شپې په جګړه کې ۶۲ تنه داعش وسله‌وال چې ۲۱ تنه‌یې بهرنیان دي له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، طالبانو خپل څلور زره کسان د جوزجان په بېلابېلو سیمو کې له داعش ډلې سره د جګړې لپاره اماده کړي وو.

  • پخواني معلومات

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له بیګاه شپې راهیسې ۲۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.

دا خبره د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني نن سهار ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل په درزاب کې د طالبانو او داعش تر منځ تر سختو نښتو وروسته د داعش یا اسلامي دولت ډلې لسګونه غړي د مولوي حبیب الرحمن په مشرۍ له خپلو وسلو سره تښتیدلي او افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان وايي، په دې سره په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې اصلي مرکز له منځه تللی دی.

اخوا د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمداسماعیل ازادي راډيو ته وویل چې هرساعت د داعش یوه نیمه ډله افغان پوځیانو ته تسلیمېږي او دا لړۍ همداسې روانه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې داعش به په افغانستان کې له منځه یوړل شي.

اخوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن لس ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو او داعش ترمنځ جنګ روان دی او دوی دا کار هڅوي، ځکه د ده په خبره داعش باید له‌منځه لاړ شي.

XS
SM
MD
LG