د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د جلال‌اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو تر څنګ ملي اردو ته وسپارل شو


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سر له نن ورځې «چهارشنبه» د جلال‌اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د کډوالو د چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې، وویل:

"د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسېدونکي په توګه ورته نور د دې ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ نه‌دی."

د ننګرهار والي حیات الله حیات

نوموړي زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې د جلال‌اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، داعش او نور وسله‌وال غواړي پر ولسي اهدافو د بریدونو په کولو سره پر حکومت د ننګرهار د خلکو بې‌باوري رامنځته کړي.

جنرال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش وویل، جلال‌اباد ښار کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه، نویو ګواښونو ته په پام خپل تدابیر او په ښار کې دننه عملیات پراخ کړي.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد په وروستیو میاشتو کې پرله‌پسې د خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد دی چې په لسګونه کسان په‌کې مړه او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG