د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

نیويارک ټايمز: باید ډېر امنیت د کابل، کندهار، کندز، مزار شريف او جلال‌اباد ونيول شي


  • نيويارک ټایمز

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټایمز د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پرېکړې په اړه ليکلي چې له افغان امنيتي ځواکونو غواړي له کم نفوسو سيمو دې ووځي.

د ورځپاڼې په وینا، د دغه اقدام هدف په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د افغان امنيتي ځواکونو ژغورل دی چې له هغه ځايه په وتو سره دوی د کابل او نورو ښارونو پر امنيت تمرکز کولای شي.

نیويارک ټايمز لیکلي چې د امریکا د دغه پلان له مخې د کابل تر څنګ باید ډېر امنیت د کندهار، کندز، مزار شريف او جلال‌اباد ونيول شي.

افغان امنيتي ځواکونه
افغان امنيتي ځواکونه

د ورځپاڼې په استدلال، اوس دا پرېکړه په افغان حکومت پورې تړاو لري چې ايا غواړي افغان امنيتي ځواکونه په دغو سیمو کې پاتې شي؟

د امريکا دفاع وزارت یوه چارواکي نيویارک ټايمز ته ويلي چې له افغان قوماندانانو څخه يو شمېر يې د امریکا له دې پرېکړې سره مخالفت لري او په دې اړه اندېښنه لري چې د ليرې پرتو سیمو اوسېدونکي به سخت دريځو ته تسلیم شي.

د هلمند د ولايتي شورا د یوه غړي محمد کریم اتل له قوله لیکل شوي چې وايي، په هغو سیمو کې خلک يوازې پرېښودل چې حرمت‌يې پر ځای نه‌وي، له بشري حقونو سرغړونه ده.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان له ۴۰۷ ولسواليو څخه ۲۰۹يې په بشپړه توګه د دولت تر کنټرول لاندې دي او ۵۹يې د طالبانو په لاس کې او په ۱۱۹ ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د هلمند د ولايتي شورا غړي محمد کریم اتل: په هغو سیمو کې خلک يوازي پرېښودل چې حرمت‌يې پر ځای نه‌وي، له بشري حقونو سرغړونه ده.

ورځپاڼې د یوه متقاعد امریکايي جنرال پاول ايتون له قوله ليکلي چې له سخت دريځو څخه د ليرې پرتو سیمو د ازادولو لپاره اقدامات جدي بحران رامنځته کولای شي ځکه ډېر زيان خلکو ته اوړي.

د ښاغلي ايتون په وينا، اوس وخت رارسېدلی چې ټول په افغانستان کې د يوې سياسي نتيجې شاهدان وي.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې ليکلي، په داسې حال کې چې د افغانستان هوايي ځواک وده کوي، هغومره د جګړې پر مهال د دغه ځواک په اړه پوښتنې راپورته کېږي.

مقاله ليکي، افغان پيلوټانو د روان کال په لومړيو کې په کندز کې پر يوه میدان په هوايي عملیاتو کې ګڼ شمېر کسان ووژل.

افغان چارواکو ويلي د کندز په دشت ارچي کې د اپرېل د دوهمې نېټې په حملو کې طالب مشران په نښه شوي، خو مقاله ليکي چې حقيقت تر دې زیات کړکېچن دی.

افغان هوايي ځواک
افغان هوايي ځواک

واشنګټن پُسټ ورځپاڼه د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا يوناما هغه راپور ته اشاره کړې چې له مخې يې په هغه بمباري کې کوچنیان هم وژل شوي وو.

امریکا اړه شوې پر افغان هوايي ځواک فشار راوړي چې په ملکي تلفاتو کې بايد کمی راشي.

د مقالې په وينا دا پېښه د يوې اندېښمنوونکې ستونزې په توګه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د امریکا له‌خوا د افغان هوايي ځواک د روزنې څو کاله پوره کېږي، خو په داسې حال کې چې د هوايي بمباریو له کبله د ملکيانو تلفات مخ پر ډېرېدو دي، امریکا اړه شوې پر افغان هوايي ځواک فشار راوړي چې په ملکي تلفاتو کې بايد کمی راشي.

مقاله یادونه کوي چې د امريکا له‌خوا افغان هوايي ځواک ته له ورکړل شويو بلک هاک هليکوپترو څخه ۱۰یې د روزنې لپاره کارېږي او د هغو بلک هاک هليکوپټرو شمېر چې افغانستان ته د روان کال تر پایه ورکول کېږي، ۳۶ ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG