د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د ننګرهار د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییزه حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله ...

د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله‌وال برید پیل شوی، لا هم دوام لري.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې دوه تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتي وو چې تر دا مهاله‌یې یو تن امنیتي ځواکونو په ډزو وژلی او بل تن‌یې ودانۍ کې سنګر نیولی دی.

دی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تاکتیکي هڅې پیل کړي چې دوهم بریدګر هم له‌منځه یوسي.

خوګیاڼی وړاندې وایي چې د پېښې له ځایه روغتون ته ۱۱ تنه ټپیان وړل شوي دي.

دی زیاتوي چې په کډوالو چارو ریاست پر داسې مهال برید کېږي چې په ودانۍ کې دننه په کډوالو چارو کې د همکارو ادارو ترمنځ غونډه روانه وه، خو په خبره‌یې چې د برید پر مهال د غونډې ګډونوال او د ادارې یو شمېر کارکوونکي په خوندي توګه له ودانۍ څخه ایستل شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې لا هم د ریاست پر ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي بند پاتې دي چې امنیتي ځواکونه‌یې د ژغورلو هڅې کوي.

د برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

په جلال‌اباد ښار کې یوه درنه چاودنه شوې.

تر اوسه د دغې چاودنې د نوعیت، کره ځای او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام هم په جلال‌اباد ښار کې پر یوه قومي مشر حیات خان موټربمب چاودنه وشوه.

په دغې پېښه کې د ښاغلي حیات خان په شمول د هغه ځیني ساتونکي هم ووژل شول.

تر اوسه د تېرې ورځې او د نن ورځې د چاودنو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په ریاست په ډله ییزه حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه حمله چې نن غرمه نېږدې دولس بجې پیل شوه، شپږ ساعته یې دوام وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطا ء الله خوګیاڼی وایي چې حمله د یوه موټر بم په وسیله پیل شوه او وروسته دوه نور وسله وال د کډوالو ریاست ته ننوتل چې له امنیتي سرتېرو سره یې شپږ ساعته وسله واله نښته وکړه.

نوموړی وایي چې د یاده حمله داسې مهال پیل شوه چې په یاد ریاست کې د بې ځایه شویو او له کډوالۍ د راستنو شویو کورنیو لپاره د مرستې ترسره کولو په موخه د همکارو ادارو ترمنځ غونډه وه.

ښاغلی خوګیاڼی وايي چې په دې حمله کې د یوه پولیس او یوې مېرمنې په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې د ننګرهار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت بدتر شوی دی.

تېر ماښام هم په دې ولایت کې د پاڅون کوونکو یو مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان هم په یوه موټر بم حمله کې ووژل شو.

له دې وړاندې د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې د قابله ګانو په روزنیز مرکز په ډله ییزه حمله کې هم یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

په جلال‌اباد کې د درې بریدګرو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي ۱۵ نور ټپيان دي.

د سې شنبې په ورځ شااوخوا ۱۲:۰۰ بجې د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست پر ودانۍ وسله‌وال برید وشو چې کابو پنځه ساعته‌یې دوام وکړ چې له امله‌یې ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې لومړی یوه بریدګر د ریاست د ودانۍ مخې ته موټر بم چاودنه کړې او بیا دوه تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتل چې له پنځه ساعته مقاومت وروسته دواړه د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

خوګیاڼی وایي چې په وژل شویو کې یوه مېرمن او د ریاست یو تن ساتونکی هم شامل دي، خو زیاتوي چې د نورو ۱۳ جسدونه چې ملکي جامې یې په تن دي، د سوځېدو له امله د پېژندګلوۍ وتي دي.

بل‌خوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام‌الله میاخېل وایي چې د پېښې نهه تنه ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړای شوي دي.

د پېښې مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو درې اوونیو کې د ننګرهار په ملکي ادارو دا درېیم برید دی چې ترسره کېږې.

د تېرې شنبې په ورځ د عامې روغتیا ریاست اړوند د قابله‌ګانو په روزنتون برید شوی و چې د دوه بریدګرو په ګډون په‌کې پنځه تنه وژل شوي وو او اته تنه‌یې ټپیان کړي وو.

همداراز د جولای په ۱۷مه نېټه د پوهنې ریاست اړوند په ښاري مدیریت برید شوی و چې ۱۲ تنه په‌کې وژل شوي وو او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.

د ذکر شویو دواړو بریدونو مسؤلیت داعش وسله‌والو منلی و.

د ننګرهار د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییزه حمله پای ته ورسېده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه حمله کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي چې یو د دغه ریاست ساتونکی او پاتې نور ملکي وګړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه ډله‌ییزه حمله کې ۱۴ تنه ټپیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې لومړی د کډوالو چارو ریاست مخې ته موټر بم انتحاري حمله وشوه او وروسته دوو انتحاریانو له افغان ځواکونو سره جګړه پيل کړه چې تر څو ساعته نښتې وروسته دواړه ووژل شول.

دا په روانه اوونۍ کې په ننګرهار کې پر ملکي ادارو دوهمه وسله‌واله ډله‌ییزه حمله ده.

د تېرې شنبې په ورځ په جلال‌اباد ښار کې د قابله‌ګانو پر روزنیز مرکز د وسله‌والو په حمله کې د چارواکو په وینا پنځه تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

تر دا مهاله د دغه دواړو حملو مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

تر دې وړاندې هم د جلال‌اباد ښار د پوهنې پر ښاري مدیریت ډله‌ییزه حمله شوې وه.

د ننکرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي، د ننګرهار د کډوالو چارو په ریاست چې غرمه مهال برید شوی و، د لومړۍ چاودنې له امله اته تنه ټپیان روغتون ته رسول شوي.

دی وایي چې د برید پر مهال په یاد ریاست کې د کډوالو په چارو کې د همکارو مؤسسو غونډه هم روانه وه.

خوګیاڼی زیاتوي چې د برید پر مهال د ریاست له ودانۍ نه د رئیس په ګډون د غونډې زیات شمېر ګډونوال له ودانۍ څخه روغ رمټ ایستل شوي، خو په خبره‌یې چې لا هم په ودانۍ کې د کډوالو چارو ریاست کارکوونکي بند پاتې دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې بریدګر له‌منځه یوسي او په ودانۍ کې بند کارکوونکو ته نجات ورکړي.

د بریدګرو د له‌منځه وړلو په موخه عملیات دوام لري.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د پېښې پړه نه‌ده منلې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG